د لاسرسي ځای

تازه خبر

له هند سره ښه اړیکو غواړو. پاکستان




پاکستان وايي له هند سره ښې اړیکي غواړي او هند هم باید په دې لړ کې د زمه وارۍ احساس وکړي.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزيرې حنا رباني کهر د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال کړي دي.

حنا رباني کهر ویلي ، د هند دا تور ناسم دی چې ګواکې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د هند دوه عسکر وژل شوي دي.

نوموړې زیاته کړېده چې که هند غواړي د یو بل هیواد یا ادارې په مرسته د دې پېښې پلټنې وکړي نو دوی ورته تیار دي.

بل پلو د پاکستان پوځ ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د هندي پوځ په ډزو کې د پاکستان یو بل عسکر وژل شوی دي. خو د هند چارواکو د دې په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG