د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې ویراو هړتال، مړي ۹۷ تنو ته ورسېدل ۱۴۷ ژوبل




خدای نور ناصر مشال راډيو

په کوټه کې د زیارت (پنجشنبې پر ورځ) په درو درنو چاودنو کې تر دوه سوو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. تر ټولو زیاته مرګژوبله پر علمدار سړک له دوو پرله پسې چاودنو واوښتله، چې په کې ۸۱ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۲۱ ژوبل شول.

تر دې وړاندې په باچاخان څلورلاره کې له یوې درنې چاودنې ۱۱ کسان ووژل شوي او ۲۷ نور ژوبل ول.
د باچاخان څلور لاري د چاودنې مسوولیت بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلي، او د علمدار سړک د چاودنو مسوولیت لښکر جهنګوي پر غاړه اخیستی.



نن په کوټه کې د تاجرانو ټولنې او ګڼو سیاسي ګوندونو د بمي بریدونو چاودنو پر ضد په احتجاج کې د درو ورځو ویر اعلان کړی. په ښار کې هړتال دی، ټول دکانونه تړل شوي دي. او د ښار په بیلا بېلو هدیرو کې د وژل شویو کسانو مړي خاورو ته سپارل کېږي.

د کوټې پولیس وايي، چې کله د علمدار سړک په سنوکر کلب کې لومړی ځانمرګی برید وشو، نو کله چې د پېښي ځای ته امدادي ډلې، امنیتي سرتیري او خبریالان ورسېدل، نو ورسره سم دویمه چاودنه وشوه، چې د امدادي ډلو د کارکوونکو په شمول، پولیس او خبریالان يې هم ووژل او ټپیان کړل. د کوټې د پولیسو د مشر میر زبیر محمود په خبره په دې چاودنو کې تر پنځه زیات د امدادي ډلو کارکوونکي، نهه پولیس سرتیري او درې خبریالان وژل شوي دي.

زبیر محمود چې د شپې ناوخته يې خبري کنفرانس ته خبري وکړې، تر چاودنو وروسته يې د دې ښار وضعیت د قیامت په څير وباله.

؛ که زه دا ووایم چې نن په کوټه کې د قیامت منظر وو، نو غلط به نه یم. د شپې شاوخوا نهه بجې ددې ښار پر علمدار سړک له نیچاري امام باړې سره څيرمه په يوه سنوکر کلب کې لومړی ځانمرګی برید وشو، او تر هغه وروسته چې کله د پولیسو لومړنۍ دستې، د امدادي ډلو کارکوونکي او رسنۍ هلته ورسېدې، نو يوه بله چاودنه وشوه، چې په يوه موټر کې د چاودېدونکو توکو په مټ شوې؛.

پولیس افسر زبیر محمود زیاته کړه:

؛ تراوسه پورې چې زما سره کوم شمیر دی، هغه دا دی، چې ۱۲۱ کسان دا وخت ټپیان دي، ۶۲ مړي دا وخت په سي ایم ایچ روغتون کې، ۱۰ په سول روغتون کې او نهه نور مړي لا هم د پېښي په ځای کې پراته دي؛.

له دې سره چې په يادو غبرګو چاودنو کې د ملیشه ځواکونو د ویاند مرتضا بیګ په شمول، درې خبریالان، سیف الرحمان بلوڅ، شیخ عمران او محمد اقبال وژل شوي، دوه نور خبریالان ټپیان شوي دي، د همدې غبرګو بمي چاودنو عیني شاهد او خبریال سلمان اشرف د خپلو سترګو لیدلی حال راکوي.

؛ داسې وو، چې کله دا لومړۍ چاودنه وشوه، نو موږ هلته ورغلو. زه په خپل موټر کې ناست وم، چې دویمه ډېره زوروره چاودنه وشوه. او تر هغه وروسته هله ګوله شوه، هر چا خپل ځان خوندي کاوو. موږ هم موټر ښاته کړ، او له هغه ځايه ولاړو؛.


د بم شنډولو ډلې (ډسپوزل سکواډ) د چارواکو په خبره د علمدار سړک په دویمه چاودنه کې سل کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو. چې مسوولیت يې لښکرجهنګوي وسله والې ډلې قبول کړ.

د زیارت ورځې په ماسپښین د کوټې پر باچاخان څلور لاره يوې بلې چاودنې لږ تر لږه يوولس تنه ووژل، او تر څلوېښتو زیات نور يي ټپیان کړل. د همدې څلور لارې يوه دوکاندار د همدې چاودنې په اړه مشال راډيو ته وویل

؛ دا دلته يو شکمن کاټن پروت وو، موږ د ملیشه ځواکونو سرتیرو ته وویل؛ هغوي چې ولید، نو هغوي هم وویل؛ په دې کې څه شته. تر هغه وروسته يي پولیسو او بم ډسپوزل سکواډ ته فون وکړ. چې هغه لا نه وو رارسېدلي، دلته چاودنه وشوه؛.

که څه هم د باچا خان څلور لاري ددې چاودني مسوولیت بیا بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې يونايټيډ بلوچ ارمي قبول کړ. چې ددې ډلې د ویاند په وینا هدف يي ملیشه ځواکونه وو، خو په دې چاودنه کې د ملیشه ځواکونو د يوه سرتیري په شمول ۱۱ تنه اولسي وګړي ووژل شوو. او ۲۷ نور ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG