د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې یو په بل پسې چاودنو ۸۰ تنه ووژل ۱۴۰ ژوبل





په کوټه کې پر علمدار سړک دوو پرله پسې چاودنو ۵۰ تنه وژلي تر ۱۰۰ ډېر ژوبل. په وژل شويو کې د سماع ټي وي یوه کېمره مېن، شیخ عمران، یو عکاس اقبال، د اېدهي خیره ډلې کارکونکي او پولیس هم شامل دي. او یو رپورټر سیف الرحمن سخت زخمي دی.

د مشال خبریال خدای نور د نورو خبري سرچینو او استخباراتي ادارو د مالوماتو له مخې وايي چې پر علمدار سړک په یو سنوکر کلب کې لومړی چاودنه وشوه چې په کې پنځه تنه ژوبل شول، نو چې کله پولیس، امدادي کارکونکي او خبریالان د پېښې ځای ته ورسېدل نو یو بله زوروره چاودنه وشوه چې د وروستیو مالوماتو له مخې ۵۰ تنه ووژل شول او تر ۱۰۴ زیات کسان په کې ژوبل دي.

بلخوا د کوټې پر ایېر پورټ سړک هم له دوو وړو وړو چادونو درې تنه ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې نن ماځیګر مهال د کوټې ښار په باچاخان چوک کې یوه درنه چاودنه وشوه، چې په کې ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زیات ژوبل دي. د پولیس یو مشر میر زیبر محمود وايي، په چاودنه کې د ملېشې ځواکونو سرتېري هم ژوبل دي، نوموړي دا ونه ویل چې د چاودنې هدف ملېشه ځواکونه ول، چې له برید سره نژدې یې یوه پوسته هم ده.

د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر وايي، چې په برید کې تر ډېره ولسي کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

په باچاخان چوک کې یوه ځايي دوکاندار مشال راډيو ته وویل، چې پر چوک یو مشکوک کارټن پروت وو، او ملېشې ځواکونو ته یې خبر وکړ او بیا هغوی د بم شنډولو ډله راوغوښتله، د ده په خبره چې کله د بم شنډولو ډله راورسېدله، نو ورسره سم چاودنه وشوله، چې په کې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته. ګڼو دوکانو او موټرانو ته زیان ورسېدلی. تراوسه لا هم هیڅ یوې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د بلوچستان صوبې مرکز کوټه کې په بیا بیا د بمي چاودنې او هدفي وژنې تر سره کېږي، چې سبب یې د بلوڅ خپلواکي غوښتنونکو ډلو اوپاکستانیو سرکاري امنیتي ادارو ترمنځ نښتې او پر یو بل بریدونه او یا هم فرقه ییزه تندلارې ډلې بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG