د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې یو دیني عالیم وژل شوی




نیازموساخېل، کوټه

د بلوچستان په کوټه کې د پولیسو په وېنا،یو سُني عالیم دین د ناڅرګنده وسله والو له اړخه په ډزو وژل شوی دی. بلخوا پولیسو په دغه ښار کې د درنو وسلو نیولو ادعا کړې ده .په نیول شوې وسله کې د ځانمرګي بریدونو لپاره کارېدونکي مواد هم شامیل دي.

د کوټې نیو سریاب تاڼې یو مشر، محمد عیسا مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال د سني عالیم دین د وژل کېدو په اړه ووېل چې پېښه د تېرې چهارشنبې په ماښام د یادې تاڼې په حدودو کې رامنځ ته شوه

٫٫د وژل شوي مذهبي عالیم نوم،مولانا امیر احمد نقشبندي دی.نوموړی کومې خوا ته پر خپلې لارې روان وو چې پر موټر ساییکل سپرو دوو ناڅرګنده کسانو پر نوموړي ډزې وکړې او هغه یې ځای پر ځای ووژلی. او د پېښې له ځاییه په تېښته کې بریالي شو٬٬

دا چې پولیس اوس څه پلټنې پېل کړې دي،که څنګه؟د پولیسو یاد مشر،محمد عیسا د پوښتنې په ځواب کې ووېل،

٫٫هو،پلټنې مو پېل کړې دي او د پېښې رپورټ یا اېف-آی-آر مو د وژل شوي عالم دین د یو خپلوان صالح محمد پر غوښتنې د ناڅرګنده کسانو ضد درج کړی دی٬٬

پولیس وایي،د مولانا امیر احمد نقشبندي وژنه هدفي ده او داسې ښکاري چې تر شا فرقه ایزه بڼه لري. یاده دي وي،د بلوچستان ځینو سیمو او په خاص توګه،کوټه ښار کې له څه مودې راهیسې اهل تشیع وګړي او سُني علما د فرقه ایزو پېښو په ترڅ کې وژل کېږي.تر دې دمه د مولانا امیر احمد نقشبندي د وژنې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې

بلې خوا په کوټه کې پولیسو د درنو وسلو د نیولو ادعا کړې ده. پولیس وایي، د چهارشنبې په ماځیګر یې د مشرقي بای پاس په سیمه کې په یو خالي پلاټ کې تر خاورو لاندې کړې وسله نیولې ده. په نیول شوې وسله کې د ځانمرګي بریدونو لپاره کارېدونکي مواد،ماېنونه،بمونه،بارودي مواد او نوره وسله شامیله ده. د کوټې پولیسو مشر، سي-سي-پي-او میر زبیر خبریالانو سره د خبرو پر مهال ووېل چې نیول شوې وسله کې د هغو ۴ وژل شویو پولیسانو کلاشنکوپونه هم شامیل دي،کوم چې نږدې یوه وونۍ مخکې په سریاب کې د ناڅرګنده وسله والو له اړخه په نښه شوي وو.د پولیسو یاد مشر زیاته کړه

٫٫اوس خبره سپینه شوې ده.د وسلې پېږندګلونه شوې ده.په دې کې ځینې وسله د بلوچستان کانسټېبلرۍ او بلوچستان ضیلعي پولیس ملکیت ده او موږ هیله من یو چې اوس کله هم پلټنې پر مخ ولاړې شي نو موږ به دغه ناقانونه وسله لرونکي ملزمانو پسې هم ورسېږو٬٬

پولیس وایي،د وسلې نیولو پېښه کې یې کوم کس نیولی نه دی او له پلټنو وروسته به نور جزیات رسنیو سره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG