کرزي له امریکايي سېنېټرانو سره ولیدل
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون پر نهمه جنوري په واشنګټن کې له امریکايي پارلماني غړو په ګډون په سېنېټ کې د ریپبلیکن ګوند له مشر میچ مککونېل، د بهرنیو اړیکو او مسلح خدمتونو کمېتې له غړو سره ولیدل. تمه ده چې ولسمشر کرزی به د جنوري پر یوولسمه نېټه له ولسمشر باراک اوباما سره ویني چې په راتلونکې کې په افغانستان کې پر امریکايي ښکېلتیا خبرې اترې وکړي. اې پي ویډيو