د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته د مال وړونکو لاریو مالکان پر هړتال دي




په پاکستان کې د ټولو بار وړونکو لاریو اتحادیې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو لپاره د سامان وړل درولي دي.

دوی وايي د پاکستان مرکزي حکومت داسې قوانین جوړ کړي دي چې له امله یې د لاریو مالکان له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.

د خیبر بار وړونکو لاریو د ټولنې مرستیال حاجي محمد یوسف اپرېدي مشال راډیو ته وویل، چې

(د پاکستان حکومت څلويښت شرکتونو ته لایسنسونه ورکړي، چې د هغې له مخې دغو شرکتونو زموږ موټر يو ډول ته اجاره کړي او ټول واک يې له دوی سره دی. موږ نه دخپلې لارۍ واک لرو او نه کولی شو له بل ځایه بار پورته کړو. که په میاشتو میاشتو یوې لارۍ ته وار ونه رسیږي نو هم نشي کولی له بله ځایه بار پورته کړي. بل مشکل پکې دادی چې د کرايې بیه هم ددوی په خوښه وي، دسفر کرایه که څلور لکه وي نو دوی درې لکه یا تر دې هم کمې پیسې ورکوي. له همدې امله موږ خپلې لارۍ ودرولې او تر هغې به ولاړې وي تر څو چې دغه بندیز نه وي پورته شوی)

د ناټو ځواکونو اکمالاتي مواد له کراچۍ بندره تر تیریدو وروسته د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته لیږدول کیږي.

د یوې اندازې له مخې هره ورځ په سلګونو لويې لارۍ او ټریلرې چې ډيری يې د قبائلو دي پردغه لار دناټو ملکي و پوځي مواد لیږدوي، چې پر نورو مشکلاتو سربیره د لارې په اوږدو کې د وسله والو له بریدونو سره هم مخ کیږي.

محمدیوسف په افغانستان و پاکستان کې د ټرانسپورټرانو پر وړاندې د حکومتونو چلند او قوانین ناسم بولي او وايي، چې په مجموع کې ټول او په ځانګړې توګه د دواړې غاړو پښتانه يې له ډيرو مشکلاتو سره مخ کړي دي :

(له ټرانسپورټ سره په دواړو هیوادونو کې ظلم کیږي، موږ له دواړو هیوادونو(افغانستان وپاکستان) نه غوښتنه کوو چې نور دې له موږ سره زیاتی نه کوي، ځکه چې پښتنو ته نور هیڅ ندي ور پاتې جنګ او ترهګرۍ ځپلي یو. له کراچي نیولې تر کابله هرځای پولیس ورسره ظلم کوي، په زوره ترې پیسې اخلي، موټر چلوونکي وهل ډبول کیږي او هم د مخالفو وسله والو له خوا پرې بریدونه کیږي.)

نوموړی وايي په تیرو لسو کلونو کې په سلګونو لارۍ د طالبانو او نورو وسله والو په بریدونو کې سوځول شوي، په لسګونو موټرچلوونکي وژل شوي خو نه چا د وژل شویو له کورنیو سره مرسته کړې او نه هم دلاريو له خاوندانو سره.

دوی له دواړو حکومتونو غوښتنه کوي، چې د لاریو او چلوونکیو امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دالومړی ځل نه دی، چې ټرانسپورټران هړتال کوي، تر دې وړاندې يې هم د ورپېښو ستونزو پر سر هړتالونه کړي دي، دوی شکایت کوي چې دواړه حکومتونه خپلې وعدې نه عملي کوي، چې له امله يې ددوی روزګار له مشکلاتو سره مخ شوی دی.

مجیب الرحمان انګار، پېښور

XS
SM
MD
LG