د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځونو پر وېستو غور


د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره روغبړ کوي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره روغبړ کوي


فارن پالیسې مجله لیکې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی چې دا وخت د امریکا په سفر دی، د امریکا ولسمشر بارک اوباما سره په لیدلو کې به د خپل هیواد په اړه مهمې فیصلې وکړي. ددې اونۍ په خبرو کې به د ۲۰۱۴م کال وروستو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شمیرې په اړه هم فیصله وکړل شي.

مجله لیکې په دې وروستیو کې داسې رپوټونه مخې ته راغلل، چې د ۲۰۱۴م کال وروستو به د دریو زرو نه تر ۱۵ زرو پورې نړیوال ځواکونه په دغه هیواد کې پاتې وې، او ډیر داسې فکر هم کوي، چې کیدای شي دغه شمیره تر لسو زرو هم کمه وي. یو کال وړاندې نړیوالو ویلې ول، چې د ۲۰۱۴م کال وروستو به له شلو تر ۳۵ زرو پورې عسکر په افغانستان کې پاته کیږي، چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه به کوي، او د یو مشاورتې په حیث به په دغه هیواد کې تر هغې موجود وي، چې افغان ځواکونه په مکمله توګه د خپل هیواد د امنیت ذمه واري په خپل لاس کې واخلې.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د واشنګټن د سفر په وخت به هغه له امریکایې چارواکو سره د پاکستان او ایران لخوا د دغه هیواد امنیت ته په ورپیښو خطرونو هم خبرې وکړي.

مجله لیکې ، امریکا غواړي په افغانستان کې د اوږدې مودې د ایساریدو لپاره پوځې اډې هم جوړې کړي، چې دې سره به امریکا په سیمه کې د ترهګرو د مخنیوي لپاره هم خپل کوششونه جاري وساتي.

فارن پالیسې لیکې، افغانستان باید د عراق حالت ته هم وګوري ، چې په ۲۰۱۱م کال ترې امریکایې ځواکونه ووتل، او دغه هیواد د ایران تر اثر لاندې را نه غلی، بلکې سیاستوالو یې ډیرې فیصلې داسې هم وکړې ، چې په کې د امریکا پوځي خوښې ته ونه کتل شول. دویمه خبره د امریکا اقتصادي مسلې هم دي. په دې وروستیو کې د امریکا په حکومت داسې نیوکې وشوې، چې باید د خپل هیواد نه بهر په خرچو کې کمی راوړي، او دا به په راتلونکیو یو یا دوو کالو کې د امریکا لپاره ډیره ګرانه وي، چې په دومره شمیر کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د خرچو لپاره په بجټ کې ځای جوړ کړي.

فارن پالیسې د یوه بل مهم سبب په اړه هم لیکي، چې په ۲۰۱۴م کال کې به د امریکا په افغانستان کې د روان جنګ دولس کاله پوره شي، او د القاعده د مشر اوسامه بن لادن د وژنې وروستو د امریکا ولس اوس غواړي باید دغه جنګ ته د پای ټکي کیښودل شي.

فارن پالیسې لیکې اوباما او کرزی به په دغه ټولو خبرو بحث کوي، او حامد کرزی به کوشش کوي، امریکا په دې راضي کړي، چې له دغه هیواد سره د ۲۰۱۴م کال وروستو هم خپلې مرستې جاري وساتي ، او دا به د امریکا په ګټه هم وي، چې د خپل یولس کلن اوږده جنګ وروستو هم د خپلو هڅو او مشن دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG