د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان خپل دوښمن پېژني خو په ډاګه کوي یې نه"






په ورځپاڼه ايکسپرس ټريبيون کې ليکوال شبير احمد خان په خپله يوه مقاله کې ليکي چې د تېر کال په دیسېمبر مياشت کې ترهګرو د عوامي نېشنل ګوند د سياستوال بشير احمد بلور په ګډون ۱۰۰ کسان ووژل.

مقاله ليکونکی وايي، د ترهګرۍ مسلې د حلولو لپاره پنځه خبرې مهمې دي لومړی بايد دا خبره مالومه کړل شي چې دا مسله ولې رامنځ ته شوه ، د دې وجوهات او اثرات څه دي دويمه دا چې د دې مسلې د حل لپاره سياسي او ټولنيز هوډ مخې ته راشي، دريمه دا چې د ترهه ګرۍ له منځه وړلو لپاره وسايل برابر کړل شي. پنځمه او اخرۍ خبره دا ده چې د ترهګرۍ ضد کوټلی پلان جوړ کړل شي.

مقاله ليکونکی وايي، د ترهګرۍ ضد جګړې په لړ کې د پاکستان د ناکامۍ يواځنۍ وجه دا ده، چې په دغه هېواد کې يادو خبرو ته پام نه دی شوی.

مقاله کې راغلي دي، د پاکستان حکومت او پوځ ته خپل دښمن مالوم دی خو په ډاګه کول يې نه غواړي . په ياد هېواد کې د ترهګرۍ ګڼ قسمونه دي چې سببونه يې هم ډير دي .

د پاکستان ولسي او پوځي مشرتابه د ترهګرۍ په تعريف او د ترهګرو په شناخت يو دریځ یا موقف نه لري. په دی هېواد کې داسې خلک هم شته چې سختدريځو ته بد نه ګوري. که څه هم تر څلوېښت زرو نه زيات کسان په پاکستان کې د ترهګرو له لاسه وژل شوي خو د دې باوجود په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد مظاهرې د نېشت برابر دي .

هغه تن چې د نړۍ د تر ټولو لوی ترهګر په نيولو کې یې د امريکايانو مرسته کړې وه دا مهال په جيل کې پروت دی خو د دې باوجود اسلام اباد په غرب د دوه مخيزه معيار ساتلو تورونه لګوي.

د يولسم ستمبر د ترهګرو بريدونو وروسته امريکايي حکومت د خپلو وګړو د خوندي ساتلو لپاره د کورنېو چارو د امنيت په نامه نوی وزارت پرانیستو او د هغه وخت امريکايي ولسمشر جارج بش د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره يوه ايجنډه وټاکله.

امريکايانو د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره خپل سياسي او پوځي هوډ وکړو او په افغانستان کې يې د وسله والو طالبانو ضد جنګ پېل کړو. بلخوا پاکستان چې د ترهګرۍ له وجې يې يو شمېر وګړي وژل شوي دي، يو قدم هم وړاندې نه دی تللی او نه يې د ترهګرۍ ضد جنګ لپاره کومه ځانګړې څانګه يا پوځ جوړ کړی دی.

په امريکا کې مالیه یا ټېکس ورکونکو په اربونه ډالر د ترهګرۍ ضد جګړی ته وقف کړي او بيا له خپلو چارواکو هم دا پوښتنه کوي چې د دوی دغه رقم څنګه او په کوم ځای ولګيدلو او څه نتيجې يې مخې ته راغلې. خو مقاله ليکونکی وايي، پاکستان چې له نورو يې په اربونو ډالر د ترهګرۍ ضد جګړې په لړ کې اخستې دي مالومه نه ده چې په کومه طريقه يې دغه رقم خرچ کړو.

د مقالې په اخره کې راغلي دي په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد جنګ لپاره له نړيوالو څخه اخیستل شوي زياتره رقم باندې د هند ضد جګړې لپاره پوځي سامان اخیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG