د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون الوتکو ۷ مشکوک وسله وال ووژل





مشکوکو بې پيلوټه امریکايي الوتکو بیګا شپه یوارې بیا پر شمالي وزیرستان دوه پرله پسې بریدونه وکړل چې په ترڅ کې يې اووه تنه سخت دریزي وسله وال ووژل شول.

له سیمې د ترلاسه شویو راپورونو له مخې دواړه بریدونه نیمه شپه د میرعلي په اړوندو کې پر کورونو شوي دي.

ناتایید شوي راپورونه وايي، چې په وژل شویو کې دوه تنه بهرني وسله وال هم شامل دي خو د هویت په باب يې لا کره معلومات ندي ورکړل شوي.

ځايي دولتي مقامات وايي دمیرعلي په حیدرخیل او عیسو خیلو کې پر هغو دوو کورونو دوه پرله پسې بریدونه وشول، چې د وروستیو معلوماتو له مخې مشکوک وسله وال جنګيالي پکې اوسیدل.

په سیمه کې یوه امنيتي مقام د خپل نوم نه ښوولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې دغو الوتکو دشپې پر شاوخوا دولس بجو په حیدرخیلو کلي کې پر یوه کور څلور توغندي وتوغول، چې په ترڅ کې يې څلور تنه ووژل شول.

دسرچینې د معلوماتو له مخې تر لومړي برید شاوخوا نیم ساعت وروسته حیدرخیلو ته نژدې پر عیسوخیلو کلي هم ورته حمله وشوه، چې د وروستیو معلوماتو له مخې درې تنه پکې ووژل شول.

دغه مقام وژل شوي د دولت وسله وال مخالفین وبلل خو د هویت په باب يې بې خبري وښوده.

په عین حال کې یوې باخبره سرچینې مشال راډیو ته وویل، چې په دغه ډله کې څلور تنه يې د تحریک طالبان پاکستان او دوه تنه بهرني وسله وال جنګيالي وو خو د تراوسه لا دا نده څرګنده چې د کوم هیواد اتباع وو.

د اسلام اباد له مخامخ مخالفت سره سره په دې وروستیو کې پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونو یوارې بیا زور اخیستی.

د روان میلادي کال په لومړیو اتو ورځو کې دا پنځم ځل دی چې بې پيلوټه الوتکو پر دغه سیمه بریدونه کوي.

د نوي کال په دې حملو کې د جنوبي وزیرستان د سخت دریزو وسله والو د مشر ملانذیر په ګډون ګڼ شمیر سخت دریزي وسله وال وژل شوي دي.

همداراز وړمه ورځ د شمالي وزیرستان په بوبړ خیلو سیمه کې د پاکستاني طالبانو پر یوه روزنیز مرکز په حمله کې اته تنه ووژل شول.

د پاکستان دولت، چې له تیرو څو کلونو راهیسې ددغو حملو دبندولو غوښتنه کوي روانه اوونۍ یوارې دهغو پرضد غږ پورته کړ او له متحدو ایالاتو یې وغوښتل چې نور باید دالړۍ ودروي.

اسلام اباد دا حملې پر خپله خاوره تیری خو متحد ایالات يې د ترهګرۍ ضد جګړې یوه برخه او د سخت دریځو د ځپلو تر ټولو غوره وسیله ګڼي.

له ۲۰۰۴م میلادي کال راهیسې د پاکستان پر قبائلي سیمو په سلګونو دغه ډول حملې شوي، چې په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو او القاعده ګڼ شمیر مهم مشران او سر سړي وژل شوي دي.

مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG