د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
نهه ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
پخوانی
بل
ژوندۍ
ژوند ژواک
د درغلیو ضد تصويري نندارتون
جنوري ۰۸, ۲۰۱۳
د درغلیو ضد تصويري نندارتون
چاپ کړئ
بازمحمد عابد مشال راډيو
جلال اباد:ـ .د افغانستان په ننګرهار کې د اداري فساد او رشوت پر ضد د مبارزې په لار کې د تصويرونو يو ورځنی نندارتون د جلال اباد په يوه ځايي هوټل کې تر سره شو.
په دغه نندارتون کې داسې تصويرونه ايښودل شوي ول، چې د اداري فساد له امله په ولس کې د فقر اصلي لاملونو انځور شوي ول:
د نندارتون جوړونکی عکاس عبدالرب حبيبيار وايي: هڅه يې کړې چې د ټولنې واقعيتونه په تصويرونو خلکو ته وښيي.
« دغه نندارتون ته چې تاسې راغلي يېء دا د فقر اصلي لاملونو تر عنوان لاندې جوړ شوی. په دې نندارتون کې موږ داسې عکسونه لګولي، چې زموږ په ټولنې کې روان حالات بيانوي او ځېنې عکسونه زموږ د کلتور بيلابيل اړخونه ښيي.»
نندارتون ته ورغلی احمد جواد وايي چې په تصويرونو کې يې د پخوانيو رواجونو څرکونه هم مخې ته راغلل.
« په نندارتون کې مې داسې تصويرونه وکتل چې ډير څه مې ترې زده کړل. موږ يو تصوير ته ګورو چې په دې کې پيالې ايښي دي، چې دا موږ ته پخواني رواجونه رايادوي. يو بل تصوير ته ګورو چې د خټو کور په کې جوړ دی چې ماته تر ډيرو ښکلو بنګلو ښایسته ښکاري. ځکه چې راته د خپلو پلرونو او نيکونو ژوند ښيي.»
ټکړه انځورګر ارباب حمدالله چې د دغه نندارتون ليدو ته ورغلی او وايي، چې د اداري فساد نه د راولاړ شوي ناورين ډيرې کيسې يې په تصويرونو کې وليدې:
« دغه تصويرونه چې نن موږ وکتل، حبيبيار صيب کوشش کړی چې زموږ په ټولنه کې چې د فساد کوم اغيز دی، که غربت دی او يا هم زموږ د کلتوري ارزښتونو د له منځه تلل دي، هغه يې په کې په ډير ښه توګه راوستي دي او دلته ډيرو مينه والو خوښ هم کړل، زما هم ډير خوښ شول. ځکه دا په ټولنه کې د فساد او ستونزو د منځه وړلو کې يو صلحه اميزه لاره ده.»
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مشر عبدالستار سعادت چې تصويرونه يې په غور سره ننداره کړې وايي، چې د فساد په ضد په تصويرونو کې روښانه پيغامونه ورکړل شوي وو:
« هغه کسان چې فساد کوي د هغوی د فساد نتيجه او اغيز په ټولنه څومره دی؟ په يو تصوير کې د موږک تلکې په يوه سيم تړل شوې وې، دا يو سمبوليک تصوير و. يعنې شپږ اوه تلکې وې، يعنې دا مانا چې د فساد په ضد دغومره ادارې لرو. او دا تلکو اميل شوی او ځوړند شوي. له دې تلکونو څخه د موږک د نيولو يعنې د فاسد د نيولو کار نه اخيستل کيږي.»
د حقوق پوهانو ټولنې مرستيال او سياسي شننونکی اجمل هوډمن وايي، چې د ژوند په هره برخه کې يې د افغانانو د وروسته پاته والي لاملونه په تصويرونوکې وليدل.
« د دغه انځورونو په کتلو سره سړي ته دغه پيغام ورکوي چې په افغانستان کې اوس هم د بې عدالتۍ وضعيت په کوم حالت کې دی. ځکه په هره برخه کې زموږه وروسته پاتوالی، که د روغتيايي له لحاظه ورته وګورو په هغه کې پيغام پروت و. که د محيط زيست له نګاه نه ورته وګورو په هغه کې پيغام پروت و. موږ ته دا انتباه راکوي چې په دغه اوسني حالت کې چې موږ يو دا د قناعت وړ نه دی.»
د نندارتون جوړونکی عکاس عبدالرب حبيبيار وايي چې په پام کې لري چې ورته نندارتونونه په لغمان، کابل او يو شمير نورو ولايتونو کې هم جوړ کړي او له دغې لارې د فساد په ضد په مبارزه کې خپل رول ثابت کړي.
انځورونه، ویډیوګانې
نښلول
شریک کړئ
پېښور پوهنتون کې درې ورځنۍ ادبي مېله پیل شوې
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
پلنوالی
px
لوړوالی
px
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:03:39
0:00
پېښور پوهنتون کې درې ورځنی ادبي مېله پیل شوې
تفصیل...
نور له پښتونخوا او قبایلو
د شمالي وزيرستان ځينې خلک د احتجاج په توګه ماشومانو ته پوليو واکسين نه ورکوي
شمالي وزیرستان کې دوه پوځيان وژل شوي، جرګې د دايمي اوربند غوښتنه کړې
درې مسید جرګه وايي، د حکومت يا پوځ په حکم له خپلو سيمو وتونکي به جرمانه کوي
د خيبر باړې کاروباریان د قلنګ غوښتونکو له ګواښونو په اندېښنه کې دي
نور ولولئ
بیرته پورته
XS
SM
MD
LG