د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فاټا کې خواوشا شپږ لاکه ځوانان بې روزګاره دی




فرهاد شینواری خیبر ایجنسی

د قبایلی سیمو پرمختیايي ادارې فاټا ډیولېپمنټ اتارټي چارواکي وايي چې په موجوده وخت کې په قبایلی سیمه کې خواوشا شپږ لاکه قبایلی ځوانان بې روزګاره دی،او فاټا ډیولپمنټ اتهارټی غواړي، قبایلی ځوانانو ته مسلکي هنرونه ورذده کړي، چې په مرسته یې بیا ښه روزګارونه تر لاسه کړي. دوی وايي که دغو ځوانانو ته تربیت او روزګار ور نه کړل شي، نو دوی به په دې سیمه کې د ورانکارو لاسونو ته ورشی او بیا به د ناوړه کارونو لپاره استعمال شي.

د دوی په وینا دغه اداره تعمیراتي کارونو هنر، الیکټرانک څیزونه جوړول، لیبارټري ټیکنیشن، کمپیوټر کورسونه،سټیل فکسر، بیلډنګ الیکټریشن کورس او داسې یو شمیر نور هنرونه ورښيي،او تر اوسه پوره یې خواوشا درې نیم زره ځوانانو ته تربیت ورکړی دی.

،په دې اړه د فاټا پرمختیايي ادارې د هنر او تربیت څانګې چارواکی طاهر خان مشال ریډیو ته وايي، (( چې کله هم یو انسان له خپله ژونده مطمین وي او په روزګار وي نو هغه به چرې هم یو ناوړه کار ته غاړه نه کیږ دي او زموږ مقصد قبایلی ځوانان په روزګار اخته کول دي چې د هغوی پام بل طرف ته لاړ نه شی او خپلو کورنیو لپاره ګټور شي))

د خیبر سیمې یو ځوان مصطفیَ وايي چې (( زه یو تعلیم یافته ځوان یم خو بې روزګاره یم او که دغه د فاټا يولپمنټ اتهارټی په رښتیا تربیت راکړي او څه هنر ترې زده کړو نو یو ښه روزګار به راته ملاو شي))

د فاټا سیکرټریټ په ترقیاتی کارونو باندې نظر لرونکی او د یوې نا دولتی ادارې عهدیدار او خبریال سیف الرحمان آپریدی وايي، چې(( دغه د بې روزګاره قبایلي ځوانانو شمیره د دې نه هم پورته ده، او دا خوا شا لسو لاکو ته رسیدلې ده، او که په صحیح او عملی توګه باندې دغه تربیت ورکړل شي نو دغه یاده اداره به په خپل مقصد کې تر ډیره حده پورې کامیابه شي))

دا چې د فاټا پرمختیايي ادارې، کومو قبایلی ځوانانو ته تربیت ورکړی دی، هغوی ته روزګار ملاو شوی دی او که نه؟په دې باب د یادې ادارې چارواکی طاهر خان زیاتوی چې(( نعمان په نامه یو ځوان زموږ سره تربیت حاصل کړی وو او اوس په ورسک روډ باندې په یوه ماربل کارخانه کې کار کوي او څه باندې شل زره روپۍ تنخوا اخلي، او د باجوړ یو تن روح الله چې د درنې مشینرۍ تربیت یې حاصل کړی دی، اوس په چلاس کې د سرکونو جوړولو یوې کمپنۍ سره کار کوي او تر دیرشو زرو روپو پورې تنخواه اخلي،او داسې یو شمیر کسان مو په افغانستان کې په تعمیراتی کمپنیو کې کار کوي))


د فاټا پرمختیايي ادارې چارواکو وویل چې دوی په پیښور،اسلام آباد او قبایلي سیمو کې د بیلا بیلو هنرونو یو شمیر مرکزونه خلاص کړي دي، او وخت په وخت په ځايي ورځپاڼو کې د تربیت لپاره اشتهارونه ورکوي او باید زیات نه زیات قبایلي ځوانان په کې برخه واخلي او په دې مرکزونو کې هنرونه زده کړي.

XS
SM
MD
LG