د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار حصارک پاڅونکي کډه شوي دي




د ننګرهار له حصارک ولسوالۍ نه په لسګونو کورنۍ د امنيتي ویرې له امله ښار ته ګډه شوې دي. دغه کورنۍ وايي،چې دوی په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد پاڅون وکړ او وسله والو سره په نښتو کې زیاتې قربانې ورکړې،خو د دولت د نه پاملرنې له امله دوی اړ شول،چې خپل کور او کلي پریږدي او ښار ته کډه شي.

دوی اوس د سرپنا ځای نه لري ځینې له خپلوانو سره او ځينې نور بیا په یولسمه فرقه کې په هغو کنډوالو کې اوسي،چې ډیری خونې کړکۍ او دروازې نه لري.

دغه کډه شوې کورنۍ وايي دولت دې دوسره مرسته وکړي او د دوی خپل ملاتړ دې اعلان کړي، چې خپلو سیمو ته ستانه شي.

ملک انوروايي، :((د ملي بیرغ لپاره موږ قومي پاڅون وکړ،تقربا په دغې ولسوالۍ کې موږ په سلګونو کورنۍ لرو،دا ټول په یو اتفاق شول،خو د خلکو زور ونه رسید، موږ ځای ونیسو خو دولت راسره مرسته ونه کړه. یادې له موږ سره مرسته وکړي او یا مو دې خپل وطن ته ولیږي.
موږ د دولت ملاتړ کړی دی،د دولت دښمن پر موږ ډزې کړي، کورونه يي راته سوځولي دي کله،چې دولت رسیده ګي نه ده کړې نور نو دلته راغلي یو، څلویښت کورنۍ دلته په یولسمه فرقه کې دي دي نور خپلوانو کره اوسیږي.
د دولت ځواکونه کم دي،دولت دې موږ ته د وسلو امکانات راکړي،موږ تیار یو،چې خپل وطن ته لاړ شو او له وسله والو يي پآک کړو))

بلخوا د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي،چې دغو کډوالو ته د یولسمې فرقې ځای دولت ورکړی دی.
د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي،دغه کورنۍ که چېرې ستونزې لري او له دولته څه غوښتنې لري نو ولایت مقام ته دې ورشي او خپلې غوښتنې دې له چارواکو سره شریکې کړي.

(( دغه شمېر بې ځایه شوي وطنوال،چې له حصارکه راغلي دي،که چېرې دوی خپلې غوښتنې د ولایت مقام سره شریکې کړي،نو ولایت به هغه امکانات،چې په لاس کې لري دوی ته ورکړو)).
دا هغه کورنۍ،دي،چې څو میاشتې وړاندې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد راپورته شوې.
د دوی په خبره د ډير وخت لپاره يي په سیمه وسله والو سره نښتې وکړې، خو له دوی سره د دولت پوره ملاتړ نه و، نو اړ شول،چې خپلې کډې بار کړي او خپل کلی او کور پریږدي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد

XS
SM
MD
LG