د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په سیاست کې د پوځ رول


اسرار عالم مومند مشال راډیو

پراګ - په داسې حال کې چې پاکستان کې د عامو انتخاباتو لپاره سياستوال او سياسي ډلې کمپېنونه کوي، کارپوهان په دې نظر دي چې د تېر په څير کېدای شي دا ځل هم د دی ملک اسټبلېشمنټ د انتخاباتو په نتيجو اغيز ولري.

، د سياسي او سيمه ايزه چارو کارپو خادم حسېن وايي پاکستان چې کله په وجود کې راغی نو د متحده هندوستان څخه ورته مظبوطه پوځي اداره ورپه برخه شوه د نوموړي په خبره نو هم دغه وجه وه چې پوځ په رياستي امورو کې زيات واک ترلاسه کړو ، خو خادم حسېن وايي وس د پوځ دغه رول کم شوی دی او د ځنو سياسي ډلو او شخصياتو ملاتړ کول يي وروستۍ هڅه ده.


د پاکستان د پوځ پخوانې لفټننټ جنرل طلعت مسعود وايي که څه هم پوځ نيغ په نيغه وس په سياست کې مدا خله نه کوي خو د نوموړي په خبره کېدای شي د اسټبليشمنټ ځینې خلک د ځنو سياسي ډلو د ملاتړ کولو په وسيله خپل اثر ته دوام ورکول غواړي.

(کېدای شي د اسټبليشمنټ ځني عناصر د طاهرالقادري حمايت کوي ، ځکه چې هغوي دا فکر کوي چې دا حکومت نا اهله دی او کارکردګي يي سمه نه ده او د دی د سمولو لپاره پر دوي دباؤ ساتل پکار دی، نو د دا قسمه تحريکونو د لاری که دوي په حکومت فشار ساتلې شي نو ساتي يي )


طلعت مسعود زياتوي نن سبا زياتره مسلې په تېر وختونو کې د پوځي اسټېبلشمنټ لخوا په سياست کې د مدا خلت له وجې دي خو د نوموړي په خبره د هېواد سياسي ډلې هم کمزورې دي او د دی جوګه نه دي چې د غېر جمهوري عناصرو مخنيوي وکړي.

(بايد چې سياسي قيادت خپل سياسي قوت زيات کړي ، ښه کارکردګي وښايي او د ولس اعتماد ترلاسه کړي، د ترکي مثال موږ اخستې شو هلته ولسي حکومت خپله کارکردګي ښه کړه ولس يي په اعتماد کې واخست او د هېواد په پوځ هاوي شو او وس چې د سويلين حکومت کوم کردار دی هغه ترسره کوي)


خو کارپو خادم حسېن وايي په پاکستان کې د غېر جمهوري عناصرو په سياست کې د زيات اثر وجه د دغه هېواد کمزوري سياسي ګوندونه نه دي.

د دفاعي چارو کارپو طلعت مسعود وايي کچیری په پاکستان کې سياسي ګوندونه مظبوط شي او د خپلې کارکردګۍ په وسيله عوام په اعتماد کې واخلي نو په خپله به غير جمهوري قوتونه نشي کولی چې د هېواد په سياست کې مداخلت وکړي.
XS
SM
MD
LG