د لاسرسي ځای

تازه خبر

زه جار شمه له تانه: د استاذ رحیم غمزده په یاد کې


بازمحمد عابد مشال راډیو

جلال اباد: په ننګرهار کې د نامتو سندرغاړي ارواښاد استاذ رحيم غمزده د لومړي تلين ياد غونډه تر سره شوه. په دغه غونډه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر چارواکو سربيره د افغانستان د هنرمندانو د ټولنې ګڼ شمير غړو هم برخه لرله.

دغه ياد غونډه چې ننګرهار ميشتو فرهنګيانو، هنرمندانو او د ننګرهار د ملي راډيو ټلويژن په ګډه جوړه کړې وه يو شمير پوهانو د رحيم غمزده په ژوند او فن رڼا واچوله.

د افغانستان د ملي راډيو ټلويژن مشر زرين انځور مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی د رحيم غمزده په هغو اٍثارو وياړي چې د افغانستان د ملي راډيو ټلويژن په ارشيف کې خوندي دي.


((استاد رحيم غمزده زموږ په ولسي موسيقۍ کې داسې يوه څيره راپورته شوه چې هم په ده کې د کليوالي موسيقۍ رنګ او خوند او بوی و او هم د ده نوي نسل د هنرمندانو خوند، رنګ او بوی له ځان سره راوړو. د افغانستان د راډيو ټلويزيون کې چې د ده کوم اثار هم د راډيو او هم د ټلويزيون په برخه کې خوندي دي دا د افغانستان د موسيقۍ په برخه کې نه هيريدونکي اثار دي او د ده نوم به ورسره د ده د غږ غږ سره د تل لپاره ژوندي پاتې وي))


د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي وويل چې رحيم غمزده داسې يو شخصيت و چې ټول افغانستان پرې وياړي.



داسې سپيڅلي او پاک شخصيتونه تل ياديږي. هغه که هنرمند وي، شاعر وي او يا هم ليکوال وي. رحيم غمزده له هغو شخصيتو څخه يو و چې دغه هيواد د ده کورنۍ پرې وياړي، دغه هيواد پرې وياړي او لوی ننګرهار پرې وياړي. په اکثرو شعرونو کې يې کمپوزونه خپل و، شعرونه يې خپل و چې دا په افغانستان کې بې جوړې کار دی. په ډيرو لږو هنرمندانو کې دا توانمندي ليدل کيږي))


نامتو سندرغاړي استاد ګلزمان وايي چې رحيم غمزده چې کوم خدمت پښتو موسيقۍ ته کړی، ډيرو کمو هنرمندانو به کړي وي.

((ده چې تر کومه د پښتو هنر ته کوم خدمت کړی، ډير کم هنرمندان به داسې خدمت وکړي. داسې ما ورسره ګډې ناستې کړي، کوټه کې مې ورسره ګډ کنسرتونه ورکړي، پښتونخوا کې مې ورسره ګډ کنفراسونه ورکړي او په افغانستان کې مې ورسره ګډ کنفرانسونه ورکړي دي. هنرمند بايد داسې هنرمند وي لکه رحيم غمزده استاد چې و))


د افغانستان د هنرمندانو ټولنې مشر نامتو سندرغاړي حيات ګرديزي وايي چې رحيم غمزده نه يوازې دا چې ښه سندرغاړی و، بلکې يو ښه کمپوزر هم و او ادبي ذوق يې هم لرلو.
((زه به د رحيم غمزده په هکله داسې ووايم چې اولنی کس و چې په هندي طرزونو کې يې پښتو سندرې وويلې جې له ډير پخوا نه په ملي ټلويزيون کې خپريږي. او د غمزده صاحب ډير شاګردان شته ځکه چې هر څوک چې د هغه سندرې او شعرونه وايي هغه د هغه شاګرد دی. غمزده صاحب ښه کمپوزيتور و، ښه هنرمند و او ادبي فکر هم ورسره و. او ډير با علمه او پرهيزګاره سړی و))

د غونډې په پای کې بيلابيلو سندرغاړو د ارواښاد استاد رحيم غمزده ويل شوي سندرې وويلې چې د بريالي ولې په غږ کې د هغه د سندرې يوه برخه ستاسې په وړاندې کوو.

شيدا چې زه په تا شومه
د خپل پردو جدا شوم
رسوا نه وم سوا شومه

د خلکو د خندا شومه
ګرځيږم په ويرانه
زه جار شمه له تانه

قربان دې شم
آ سلام، آسلام


استاد رحيم غمزده د ۱۳۹۰م کال د قوس د مياشتې په ۲۵ نيټه د ۷۳ کلونو په عمر په ننګرهار کې مړ شوی وو. ارواښاد رحيم غمزده له نيمې پيړۍ څخه زيات عمر د پښتو موسيقۍ ودې ته وقف کړی و او د خپل هنري استعداد له برکته يې تلپاتې هنر تخليق کړی و.
XS
SM
MD
LG