د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوی ننګرهار پېژندنې دوه ورځنی سیمینار پیل شوی


باز محمد عابد

جلال اباد - د افغانستان ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په نوښت د لوی ننګرهار د تاريخ په اوږدو کې دوه ورځينی علمي او څيړنيز سيمنيار د شنبې پر ورځ په جلال اباد کې پيل شوی دی.


په دغه سيمينار کې له کابله پر يو شمېر لوړ پوړو چارواکو سربېره ګڼ شمېر ليکوالو هم ګډون کړی چې د مشرقي ولايتونو په تاريخي، سياسي، ټولنيزو جوړښتونو، اقتصاد، کلتور او ادب په برخه کې په کې علمي مقالې لوستل کېږي.

په دغه سيمينار کې د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي پيغام ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي ول.

((ننګرهار د افغانستان ستر تجارتي او فرهنګي مرکز دی. زموږ د خلکو ډېرې اړتياوې د همدې مرکز له لارې پوره کېږي. د تاريخ په اوږدو کې د لرغوني ننګرهار او ورسره پرتو شاو خوا سيمو د تاريخي، جغرافيايي فرهنګي او اقتصادي اړخونو څيړل او د هيواد د اقتصاد او فرهنګ په وده کې د دې سيمې د ودې او مزاياوو څرګندول يو ارزښتمن کار دی.))

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزی غونډې ته وینا کوي
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزی غونډې ته وینا کوي
د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي په خپلو خبرو کې وويل چې د ننګرهار له امکاناتو څخه په کافي اندازه ګټه نه ده اخيستل شوې، د دې سيمينار په نتيجه کې به هغه څه ته هم حکومت پام واړوي چې د پوهانو په مقالو کې به وڅيړل شي.
(( په مجموعو کې لوی ننګرهار دا څلور ولايته دا وړتيا لري چې د افغانستان يو ستر صناعتي ښار وي. په ننګرهار کې له اوبو څخه کافي استفاده نه کېږي.د کونړ له لرګيو څخه هم کافي استفاده نه کېږي. په ننګرهار کې تر دې لا هم امکانات ډير دي لکه دا اوس چې په کې صناعتي پارکونه جوړ شوي خو له دې نه زياته توجه بايد ورته وشي. دا او دې ورته نور ډير څه به زموږ د پوهانو په مقالو کې را برسېره شي.))

د ننګرهار پوهنتون مشر محمد صابر مومند د لوړو زده کړو د وزارت پيغام ولوست چې په يوه برخه کې يې څه دا رنګه راغلي وو:

((د بودا د بشر پالنې ټاټوبی که هند وو، نو د پښو هډوکي يې د تبرک له پاره د ننګرهار په اډه کې ساتل کېدل. نو ځکه د نړيوالو [سیلګرو] د پام وړ موضوع او مرکز پاتې شوی دی. د دومره سترو ديني، تاريخي او فرهنګي ارزښتونو لرونکي سيمې تقاضا دا ده چې د خپل وياړلي بچی له ښکلي مخه د زمانې ګردونه څنډ وهي.))

په دې سيمينار کې څه ډول مقالې اورول کېږي؟ دا پوښتنه د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخوانی غړی څيړندوی رازقي نړلوال ډا رنګه ځوابوي:

((په مقالو کې به د ننګرهار د غوړېدنې له پاره [وړاندیزونه] وشي. مثلاً څنګه موږ کولای شو چې اقتصادي پرمختيا تر لاسه کړو، څنګه کولای شو چې د کرنې له لحاظه يې خود کفا کړو. څنګه کولی شو چې ټوورېزم ته لاره هواره کړو. هغه ټول مسايل چې د ننګرهار د غوړيدنې پورې اړه لري، په دې سيمينار کې پر مقالې [اورول کېږي.]))

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، د دغه سيمينار مقالې به په يوه کتاب کې راټولېږي او د پوهانو د وړانديزونو او د مشرقي ولايتونو د امکاناتو په رڼا کې به ورته عملي جامه اغوستل کېږي.
XS
SM
MD
LG