د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا نذیر وژنه: امریکا ته ګټه، پاکستان ته تاوان؟



ژباړه: شاهین بونیری

سرچینې: ایکسپریس ټرېبیون، ډان ورځپاڼې

ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه لیکي، کیدای شي په ډرون برید کې د طالب جنګ سالار ملا نذیر وژنه، د متنازعه ډرون پروګرام په اړه د واشنګټن و اسلام اباد اختلاف نور هم ډېر کړي.


که څه هم امریکا به د ملا نذیر وژنه یوه لویه کامیابي ګڼي، خو د پاکستان د پوځي اسټیبلېشمنټ له پاره هغه د ښه طالبانو له ټولي نه وو، هغه له پوځ سره د امن لوظنامې تر مخې په جنوبي وزیرستان کې کراری ساتلی وو او بل د هغه په اړه خلکو ته دا هم ویل کېږي چې د پاکستان دننه يي بریدونه نه کول.

اداریه لیکي، سره له دې چې تېرکال ملا نذیر ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو پر ورکولو بندیزونه لګولي ول، خو بیا هم د پاکستان له پاره هغه له ښه طالبانو وو.

څرګنده ده چې د ماشومانو ژوند د هغه چارواکو لپاره لږ اهمیت لري چې له وسله والو سره داسې معاهدې کوي.

ایکسپریس ټرېبیون په پای کې لیکي، د ملانذیر ژوند او مرګ د ښه او بد طالبانو په اړه ډېرې پوښتنې پیدا کړې دي.

((داسې ښکاري چې دا توپیر ټیک نه دی. موږ باید دا ومنو چې دې ټولو وسله والو ډېر بد کردار لوبولی دی.))

هلته له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزي ژبې ډان ورځپاڼه په خپله اداریه کې لیکي، پر ملا نذیر د برید تر شا یوه څرګنده وجه دا ده چې د هغه او د هغه د وسله والو ټوله توجه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد پر جګړه وه.

خو د پاکستان د پوځي اسټیبلېشمنټ له پاره د ملا نذیر مرګ یو تاوان دی ځکه چې هغه به نور هغه وسله وال په کابو کې ساتل چې د پاکستان د ریاست (یا دولت) پر ضد یې بریدونه کول.

اداریه زیاتوي، د ملا نذیر وژنه د وسله والو په اړه د پاکستان او امریکا تر منځ ژور اختلاف هم ښکاره کوي.
XS
SM
MD
LG