د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وزیرستان کې اووه مړي موندل شوي


د قبایلي سیمې شمالي وزيرستان د پوليټيکل انتظاميې په وينا، هلته د اووه کسانو مړي موندل شوي.

چارواکي وايي، دا مړي بېګا د دوسلي تحصيل په سروبي سيمه کې پر رزمک سړک غورځول شوي ول.

لا هم مالومه نه ده چې په ډزو وژل شوي دا کسان طالب وسله وال، سرکاري چارواکي او که عام وګړي دي.

د مالوماتو تر مخې، دا مړي په مرمیو ویشتل شوي دي او د ځینو مړو د بدن غړي هم ترې غوڅ کړل شوي دي.

د تېرې مياشتې په وروستۍ نېټه د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې هم نهه مړي موندل شوي ول، چې وروسته تحريک طالبان پاکستان وويل دا د پاکستان د امنيتي ځواکونو په لاس وژل شوي د هغوی ملګري دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG