د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې یو طالب قوماندان ملا کبیر نیول شوی


سید شاه سقیم

غزني - د افغانستان د غزني چارواکو د وسله والو طالبانو هغه قومندان نيولی دی چې چارواکي يې د شپږو مزدورانو په وژلو تورن بولي او دی وايي چې د سولې له پروسې سره يو ځای کېده.


په غزني کې نيول شوی طالب قومندان ملا کبير نومېږي او تېره ورځ د غزني مرکز ته څېرمه په سفنده سيمه کې نيول شوی دی.

چارواکي وايي ملا کبير يې د شپږو تنو مزدورانو د وژلو په تور نيول دی، خو په خپله تورن کس بيا وايي چې د سولې له پروسې سره د يو ځای کېدو هڅه يې کوله چې ونيول شو.

دی وايي، له تېر کال راهیسې یې له دولت سره د سولې کولو هڅه کوله چې وسله وال طالبان ور باندې پوه شول، وسله يې ترې واخيسته او اوس حکومت پسې نیولی دی.

((زما له نامه څخه خلکو غلطه استفاده کړې ده، تاسې له فيضانه پوښتنه وکړئ، ما له هغه سره څو ځله اړيکي نيولي دي، هره اوونۍ به مې له هغه سره خبرې کولې، زه او هغه په دې رضا شوي وو چې کار سره برابر کړو، زه له پروسږ کال راهیسې له حاجي خان سره هم په اړيکه کې يم. خو طالبان خبر شول، چې ما اړيکي نيولي دي، بس زه يي خلع سلاح کړم. او دا دی دوی پسې ونيولم.))

د غزني والي موسی خان اکبرزاده وايي، ښه شو چې ملا کبير ونيول شو، که نه نور کسان يې هم وژل.

دی وايي، د ملا کبير له نيول کېدو بايد نور کسان عبرت واخلي.

((زه له خپلو ټولو امنيتي ارګانونو څخه خصوصا له امنيه قومندان څخه مننه کوم چې په ټپي حالت کې دومره لو[یه لاس ته راوړنه] لري، امېدواره يم چې دا به د افغانستان د ټولو خلکو له پاره يو عبرت وي.))

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې به د پاکستان حکومت ځينې هغه طالب مشران نيول چې له افغان دولت سره يې سوله کوله، خو که د ملا کبير خبره رښتيا وي، نو دا لومړی ځل دی چې افغان چارواکي هم دې ورته کار کوي.
XS
SM
MD
LG