د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ملا نذیر د وژلو هرکلی کړی





د امریکا دفاع وزارت د هغو رپورټونو هرکلی کړی دی چې په پاکستان د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په حمله کې یو مهم وسله وال قوماندان وژل شوی دی.

د پینټاګان ویاند جارج لېټل بېګا د دې حملې پخلی و نه کړ، خو دا یې وویل چې د ملا نذیر مرګ به د وسله والو له پاره ((مهم ګوزار)) ثابت شي او د امریکايي او پاکستانیو دواړو ځواکونو له پاره به ګټور وي.

امریکا عموماً د بې پیلوټه الوتکو حملو پروګرام په اړه تبصره نه کوي.

د رپورټونو تر مخې ملا نذیر د چارشنبې په شپه په جنوبي وزیرستان کې په یوه حمله کې وژل شوی وو. رپورټونه وايي، د ده یو لوړ پوړی مرستیال هم په هغو اتو کسانو کې شامل دی چې وژل شوي دي.

نذیر په افغانستان کې پر امریکايي او ناټو پوځیانو د حملو ترتیبولو له پاره پړ بلل شوی دی. ویل کېږي ده له پاکستاني پوځ سره اوربند کړی وو او پاکستاني اهداف یې نه په نښه کول.

د ملا نذیر وژنې درزونه جوت کړل

دي کرسچن ساینس مانيټر په خپل رپورټ کې ليکې ، د ملانذير وژني د حکومت ضد د تشدد کيدو خطر رامينځ ته کړی دی او ددې تر څنګ يې په پوځ او امنيتي ځواکونو کې درز هم په ډاګه کړی دی.

رپورټ زياتوي دغه بريد د پاکستان د شدت پسندو په خپل مينځ کې د تعلق پيچلتوب هم په ډاګه کړی دی.

په دوی کې ځيني په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او ځينې بيا د پاکستاني حکومت د ړنګولو لپاره په جګړو اخته دي.

د ورځپاڼې په وينا، د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې د خپلو مختلفو هدفونو لپاره د ځينو شدت پسندو ډلو ملاتړ کوي.

رپورټ په اسلام آباد کې د يوې خبريالې مهرين زهرا ملک له خولې وايې، دغه ډرون بريد د پاکستان د پوځ او د ملانذير په مشري کې د طالبانو د ډلي ترمينځ اختلاف رامينځ ته کړی دی.

خو دغه ورځپاڼه بيا د دفاعي چارو د کارپوه عائشه صديقه له خولې ليکي، په پاکستان کې د ميشت طالبانو پر ضد دغه شان کاروايې د دواړه هيوادونه لخوا له طالبانو سره د خبرو اترو په لړ کې پر هغو دباو زياتولی شي.

فهد حسين بيا د پاکستان يو بل خبريال دی. ده دي کرسچن سائنس مانيټر ته ويلي، د ډرون بريدونو يوه وجه ښايې د پاکستانې حکومت له هغه خواهش سره تعلق ولري چې غواړي د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې د استحکام ملاتړ وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG