د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان د نوي کال په اړه اندېښمن دي






ډېلي بيسټ ورځپاڼه ليکي، ۲۰۱۳م کال نه يوازي افغانستان او د دغه هيواد جنګ ځپلی ولس اندېښمن کړی بلکې طالبان يې هم له تشويش سره مخامخ کړي دي. بلخوا په ګاونډ کې د پاکستان خلک هم تر تکليف تيريږي. په افغانستان کې ياغيان له دغه هيواده د نړيوالو ځواکونو وتلو ته خوشبينه دي او فکر کوي چې کېدای شي چې دوی يو ځل بيا منظم شي. که څه هم ياغيان افغان ملي اردو يو بې خطره ګواښ ګڼي خو په خپلو کې اوس هم دوی باوري نه دي چې دا ځواک به څومره زوره ور وی.

مقاله زياتوي، بلخوا افغان ولس د نړيوالو ځواکونو وتلو اندېښمن کړی دی. يو خو د دوی په وتو سره دغه ولس د نا امنۍ له ګواښ سره مخامخېدای شي او بلخوا په دې هيواد کې د اقتصادي کمزورتيا اندېښنه مخ په زياتېدو ده. دا مهال د افغانستان د کلني آمدن ۹۷ فيصده برخه چې ۱۸ اربه ډالره جوړيږي، د بهرنيو ځواکونو او پرمختيايي مرستو له لارې تر لاسه کيږي. ولس اندېښنه لري که چيري بهرنيان ووتل او خپلې پرمختيايي پروژې يې بندي کړې نو په هيواد کې به د بېروزګارۍ کچه مخ په زياتېدو شي او ګڼ شمېر خلک به بېکاره شي.

مقاله زياتوي، د دې هر څه سربېره د خپل منځي جنګ لويه وېره ليدل کيږي. افغانانو دغه ډول جګړه شل کاله مخکې هغه وخت وليده کله چې روسي ځواکونه د ودی له هيواده ووتل او بيا يې تر منځ د بېلا بيلو ډلو ټپلو په نوم جګړه پيل شول چې ډېر زيات ځاني او مالي زيان يې واړوی.

د مقالې په وينا په ۲۰۱۳م کال کې د افغانستان د تقدير فيصله پر پاکستان هم تکيه کوي چې يو شمېر افغان طالبان هم په دې موافق دي چې اوسمهال په پاکستان کې خوندي پټنځايونه لري. طالبان ويره لري چې کېدای شي پاکستان پاکستان د خپلو ګټو لپاره د دوی په اړه پرېکړه وکړي. د طالبانو د استخباراتو يو مشر ډېلي بيسټ وېبپاڼې ته ويلي چې د دوی لويه اندېښنه دا ده چې داسې نه پاکستان د ۲۰۰۱ م کال په څېر يو ځل بيا پر دوی د شا لخوا وار وکړي. طالبان په خپل منځ کې هم په يوه سلا نه دي چې جګړه به کوي که به د سولې په بهیر کې برخه اخلي. د طالبانو د استخباراتو يو مشر زياتوي چې دوی اوس د پخوا په څېر کمزوري نه دي او که پاکستان د دوی په خلاف یو پرېکړه وکړه نو به له پاکستاني طالبانو سره يو ځای شي او د پاکستان په ضد به بريدونه وکړي.

مقاله په پای کې ليکي، پاکستان هم د طالبانو په اړه اندېښنه لري. بل دا چي په پاکستان کې د هيواد د ولسمشر آصف علي زرداري، د پوځ مشر اشفاق پروېز کياني او چيف جسټس افتخار محمد چودري د دندو موده په ۲۰۱۳م کال کې پای ته رسيږي او هيواد به له نوي مشرتابه سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG