د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان ته لوی خطر له دننه ورپېښ دی"





د پاکستان پوځ وايي، چې دا مهال یې هېواد ته خطر له بهره نه بلکې په ملک کې دننه له بیلا بېلو ډلو ورپېښ دی.

د شنه کتاب یا ګرين بوک په نامه په خپله یوه څېړنیزه لیکنه کې پاکستاني پوځ ۱۱ کاله وروسته خپل دفاعي لومړیتوبونه اړولي او وايي چې ملکي سلامتۍ ته یې لوی خطر له ختيځې پولې نه بلکې په هیواد کې دننه بیلا بېلې سختدریځې ډلې او تنظیمونه دي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د پاکستاني پوځ يوه چارواکي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط وويل، د یو نوې خبره نه ده بلکې پاکستاني پوځ وخت په وخت داسې کتاب چاپوي او د دې مقصد د ملکي سلامتۍ لپاره لارې چارې لټول دي.

د ده په خبره له ۲۰۰۱ م کال راهیسې په قباییلي سيمو کې حالات په خرابېدو شو او هلته ځينو خلکو او ډلو کاروايانې شورو کړې چې په حقيقت کې له خارجي طاقتونو نه زياتې خطرناکې دي.

د پاکستاني پوځ د دغه نظریې او شنه کتاب دفاعي چارو کارپوه او پخوانی بریګېډییېر اسد منېر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې پوځ ته له وړاندې احساس وو او د پوځ مشر اشفاق پرويزکياني په بيا بيا دا خبره کړې وه چې پاکستان له کورنیو دښمنانو سره مخامخ دی.

اسد منير زياتوي چې دا ځل دوی دغه خبرې په ليکلې بڼه کې راوستې دي.چې په رڼا کې یې د راتلونکي لپاره خپله کړنلاره وټاکي.

پاکستاني پوځ خپلو پوځي کمانډرانو ته دغه کتاب ورکړی دی او کېدای شي د لوستې او معلوماتو لپاره یې عام ولس او ځینو سياستوالو ته هم وسپاري.

رياض موسه خېل مشال رېډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG