د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له شري ۳۰۶ ماشومان مړه شوي دي




د روغتيا نړيواله اداره وايي چې په پاکستان کې په ۲۰۱۲م کال کې د شري له ناروغۍ څخه ۳۰۶ ماشومان مړه شوي دي. د سیند صوبې په کراچي د يادې ادارې يوې وياندې مريم يونس نن وويل چې په ۲۰۱۱م کال کې ټول ملک کې دغه شمېره يوازي ۶۴ وه. د روغتيا تړيوالي ادارې له شري څخه د ماشومانو د مړه کېدو لامل ونه ښودلی خو د سند صوبې د صحت يو چارواکی وايي، په هغو سيمو کې چې دا ډول پېښې رامنځ ته شو، غريبو کورنيو خپلو ماشومانو ته ويکسين نه دی ورکړی.

په ۲۰۱۲م کال په سیند صوبه کې په مجموعي توګه ٧٢٧٤ د شري ناروغان ول، چې پکې تر ټولو زياته شمېره یې په قمبرشهداد کوټ ضلع کې وه چې شاخوا ۷۷۷ وه. او د دې ناروغۍ له وجې تر ټولو زيات ماشومان په سکهر ضلع کې مړه شويدي دي چې شمېر یې ٣٣ وو.

د ډبليو ايچ او په پاکستان کې وياندي مريم يونس مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې دي ناروغي د مخنيوي لپاره يي د تير کال دسمبر مياشتي د ٣١ نيټي نه تر د رواني مياشتې تر ٩مې نيټي پوري ماشومانو ته د واکسينو ورکولو يو پروګرام شروع کړی دی او تر دې پروګرام لاندې به د سیند صوبې په ٨ ضلعو کې تر ٢٩ لکه څخه زياتو ماشومانو ته د شريد ناروغظ واکسين ورکول کيږي او په دي لړ کې د سنده صوبي د صحت محکمي ډائريکټر په دفتر کې يو کنټرول خونه هم جوړ کړل شوې ده چې د صحت محکمي د چارواکو سره سره به یې اهلکاران هم د واکسينو د پروګرام څارنه کوي چې هيڅ يو ماشوم د شري واکسين له څکلو پاتې نه شي.

د شرعي ناروغۍ د علاماتو پحقله د ماشومانو د ناروغو ماهر ډاکټر شير محمد وايي چې ماشوم ته اول تبه او زکام اوشي او دا تبه يو ورځ نه بلي ورځي ته زياتيږي او ورستو يې په وجود باندې وړې وړې سرې سرې داني راوخېژي. چې کله يو ماشوم کي دا علامات راښکاره شي نو مور پلارته يې پکار دی چې خپل ماشوم ډاکټر ته وښيي او د دې ناروغۍ حفاظتي تدابير دا دي چې ماشوم ته په خپل وخت واکسين ورکړل شي

احمد الله- مشال ريډيو اسلام اباد

XS
SM
MD
LG