د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال(۲۰۱۲) خیبر پښتونخوا ترهګرۍ ډېره ځپلې ده



احمدالله مشال راډيو

۲۰۱۲م کال د پاکستان او پتېره د پښتني سیمو لپاره ډېر خونړی وو، چې په کې په مجموعي توګه ٣٩ ځانوژنکي بريدونه شوي.

په دغو کې ۲۱ بریدونه په خیبر پښتونخوا، ١٠ په قبايلي سيمو، ٣ په بلوچستان، ٣ په سند او ٢ په پنجاب کې شويدي.

د خيبرپښتونخوا د سينئر صوبايي وزير بشير احمد بلور په ګډون تر درې نيم سوؤ زيات کسان وژل شوي او تر ٦٠٠ زيات ژوبل شويدي.

که يو پلو د ځان وژنکې بريدونو له وجې خلک متاثره شوي دي نو بل پلو سږ کال سيلابونو او بارانونو هم خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د آفتونو د نظم قامي اداري (اين ډي ايم اې) د شميري ترمخې سږ کال په ملک کې د سيلابونو او بارانونو له وجې ۵۷۱ کسان مړه ٢٩٠٢ ژوبل او قريبا اته څلويښت لکه او پنځوس ذره پوري متاثره شويدي.

له دې علاوه د اپريل مياشتي په شلمه نيټه د ذاتي مد فضايي کمپنۍ بهوجا هوايي کرښې د سورلۍ یوه الوتکه د اسلام آباد هوايي ډګر سره نزدي راپريوتې وه چې په کې سواره 127 کسان مړه شوي وو.

په ٢٠١٢ کال کي په پاکستان کې د نورو پشان اقليتونه هم د زور زياتي او تشدد ښکار شويدي. د يوي غير سرکاري اداري نيشنل کميشن اف جسټس اينډ پيس (اين سي جې پي) د شميري ترمخه ٢٠١٢ کال کې د نامعلومه کسانو لخوا د اقليتونو ٩ کلیساګانې په نښه کړل شويدي چې پکي پنځه د عيسايانو او درې د هندوانو مندرونه شامل دي .

دغه شان د عيسايي مذهب سره تعلق لرونکې پر يوې ۱۳ کلني نجلۍ رمشا مسيح د قران شريف د سپکاوي تورونه هم لګيدلي ول خو ورستو اسلام آباد هائيکورټ د ناکافي ثبوتونو له وجې هغه خوشې کړه.

٢٠١٢ کال په پاکستان کي د خبريالانو لپاره هم څه ښه نه و د مطبوعاتو د خير ښېګړي لپاره کارکونکې يوې غير سرکاري اداري انټرميډيا مشر عدنان رحمت وايي، چې سږکال ١٠ ژورنالستان د خپلو فرايضو ترسره کولو دوران وژل شويدي.

کله چي مشال ريډيو د عدنان رحمت څخه وپوښتل چې هغه څه وجوهات دي چې ژورنلسټان په نښه کيږي نو نوموړي وويل، چې د ميډيا دننه په ټرينګ او سيکيورټي خاص توجه نه ورکول کيږي او زياتره ژورنلسټانو ته سيکيورټي ټريننګ نه دی ورکړل شوی، بل دا چې د صحافت د ضابطه اخلاقو خيال نه ساتل کيږي، خبر يې جانبداره وي او متوازن نه وي نو د دې له وجې په صحافيانو حملې کيږي.

که يو پلو په ملک کې د دې بدو پيښو له وجې خلک په نفسياتي توګه متاثره شوي دي نو بل طرف ته د ځنيو لوبو په ګټلو د ملک ولس ته خوشحالۍ هم ترلاسه شوي دي لکه ١٨ کاله پس د پاکستان محمد آصف لخوا د سنوکر نړيوال کپ ګټل او د پاکستان هاکي ټيم لخوا ايشين چيمپيئن شپ ګټل شامل دي.

XS
SM
MD
LG