د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صومالیه کې تښتول شوی د سوات ګل باچا کور ته تللی


نیار احمد خان مشال راډیو

سوات: په صوماليه کښي د سمندري ډاکوانو نه راخلاص شوی د سوات دوه وګړي څه کم درې کاله وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د کال ۲۰۱۰م د مارچ په مياشت کښي د صوماليه ډاکوانو سمندري بیړی سره د څليرشتو کسانو د تاوان په غرض تښتولی وو، او دکمپنۍ نه يي شپږ ميلينه ډالرې غوښتلې. په دغو کې د تحصيل کبل ګل باچا وایې چې دوی د مزدورۍ په غرض سمندري بیړۍ کښي کار کولو. په دغه بیړۍ کې د پاکستان، هند ،يمن، فلپاین او د سوډان وګړي شامل وو.

ګل باچا وایې، ډاکوانو د دوی سره ډیره بده رویه ساتلې وه، تشدد به یې هم پرې کولو، او خوراک او اوبه به ورته نه ورکړل کیدې.

دی وایې ډاکوانو د ډیرو پیسو مطالبه کوله نو ځکه دوی هم د مشکلاتو سره مخامخ وو، چې ایا خلاص به شي او که نه. ګل باچا دا هم وایې د بند په دغه ورځو کې به یې د مشال راډیو خپرونې هم اوریدلې او وخت به یې پرې تیرولو.


د صوماليه حکومت د نیټو په مرسته د دغه ډاکوانو پر ضد عمليات وکړل چې پکښي درې ډاکوان ووژل شول، څه ونیول شول، او دا شان دوی راخوشې شو. ګل باچا وایې ده او د ده ملګرو داسې فکر نه کولو چې ګنې خوشې به شي، او دا هر څه ورته ډیر ګران ښکاریدل، خو اوس ډیر خوشاله دی، چې خپل کور ته یې ځان راورسوو.

د ګل باچا په کلي او کورکښي ډيرې خوشحالی دي، د هغه حجره د ميلمنو نه ډکه ده، سهار او ماښام یې خپلوان او د کلې خلک ستړو مشو لا راروان دي.
د ګل باچا مور وایي دا ډيره خوشحاله ده، چې ځوې یې ژوندی په خپل کور کې ولیده. او په دغه خوشالۍ کې یې د کلې خلکو او خپلوانو له خیرات هم کړی.
د ګل باچا مور وایې د هغې څلور نمسې دي، ټول د خپل پلار په تښتولو ډیر خفه وو، او تیر درې کاله یې په سختې پریشانۍ کې تیر کړل.

د ګل باچا حجرې ته د مبارکی لپاره ورغلی یو تن بشير احمد وایې، دی ډير خوشحاله شو، چې ملګری یې واپس خپلې سیمې ته راغی.

ګل باچا وایې ، د سوات د تحصیل کبل یو شمیر خلک په سمندرې بیړیو کې مزدوریانې او کارونه کوي، او اکثره د داسې پیښو ښکار کیږی، چې ډیرو پکې ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG