د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډرون حمله کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي


پاکستاني چارواکي وایی په شمالی وزیرستان کې د امریکايی بی پیلوټه الوتکو په یوې حملې کې څلور مشکوک اورپکي وژل شوي دي .
د راپورونو له مخې دا برید د جمعې په ورځ د ګربز په سیمه کې شوی دی .
تر اوسه د وژل شویو کسانو پيژنګو نه ده شوی خو ویل کیږي چې دا سیمه د القاعده شبکې او د طالبانو خوندی ځای دی .
پاکستان هر کله پر امریکا ددې ډول حملو په اړه نیوکې کوي او وايي د بی پیلوټه الوتکو حملې ددې هیواد د ملی حاکمیت خلاف ورزی ده.
خو امریکا وايي د افغانستان سره په پولو کې له وسله والو سره د مبارزي په لړ کې دا ډول حملې یو مثبت ګام دی .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG