د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان اختلافات نه لري، حکیم الله مسود


د پاکستان د طالبانو غورځنګ ویلي، له اسلام اباد سره خبرې اترې کېدای شي خو دوی به وسله و نه غورځوي.

دا خبره د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله مسود (مسید، محسود) د جمعې پر ورځ په یوه ویډیويي پيغام کړې ده. حکیم الله مسود له پاکستاني حکومت سره د سولې خبرو له پاره شرطونه ایښي او وايي، دوی به په هغه صورت کې خبرې وکړي چې اسلام اباد له واشنګټن سره اړیکي وشلوي. امریکا د مسود نیولو له پاره د پینځه میلینو ډالرو انعام ایښی دی او نوم یې د نړیوالو ترهګرو په لېسټ کې دی. په ویډیو کې د طالبانو مشر حکیم الله مسود او مرستیال مشر ولي الرحمان څنګ په څنګ ناست دي. په دې ویډیو کې له دواړو پوښتنې شوې دي چې دوی یې وار په وار ځواب ورکوي. حکیم الله محسود د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي، د عوامي نیشنل ګوند یو مشر او د پښتونخوا حکومت سینییر وزیر بشیر احمد بلور یې ځکه وواژه چې هغه د طالبانو ضد بیان ورکړی وو او هر کس یا ګوند چې د طالبانو ضد وي دوی به یې په نښه کوي. دا ویډیو چې ۴۳ منټه (دقیقې) اوږده ده په کې په یو شمېر موضوعاتو مسود او رحمان تفصیل ورکړی دی. حکیم الله مسود وايي، د افغانستان ملا عمر د دوی امیر دی او تر ۲۰۱۴ز کال وروسته چې هغه هره پرېکړه کوي، دوی به یې مني. په ویډیو کې حکیم الله مسود او ولي الرحمان زیاتوي چې دا خبره ناسمه ده چې د پاکستان په تحریک طالبان کې اختلافات او ډلې دي. دوی وايي، ډله یې نه ده وېشل شوې او نه هم کمزورې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG