د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په ۲۰۱۲م کال کې



فارن پاليسې مجلې دا پوښتنه راپورته کړې ده چې آيا سږ کال د افغانستان لپاره ښه وو او که نه؟

مجله وايي، کال په ختميدو دی نو بايد د کندهار او کابل په خړو پړو پوستو کې پراته اته شپيته زره امريکايې پوځيان چې له خپلو خپلوانو ليري رخصتياتي لمانځي په ذهن کې و ساتل شي.

د مجلې په خبره، سږ کال ډير مصروفه تير شو. د امريکايې پوځيانو شمير کم شو، افغان ځواکونو د امنيت اضافي ذ مه وارياني پر غاړه واخستلې، نيټو ته د پاکستان د لاري سپلايې بحاله شوه او د افغانستان او امريکا ترمينځ سټريټيجک تړون لاسليک شو.

خو فارن پاليسې وايې، ددې ټولو سربيره پوښتنه اوس هم دا ده چې آيا امريکا جنګ و ګټلی او که څنګه؟

مجله ليکې، کله چې د حقيقتونو او شميرو جاج واخستل شي نو ګرانه ده چې په دې اړه حتمي خبره وشې.

ددې ترڅنګه مجله دا هم وايې، چې دې نتيجې ته هم رسيدل زياته مشکله خبر ده چې آخر افغانستان پر کوم لوري روان دی؟

دلته فارن پاليسې مجله د پينټاګون د افغانستان د امنيت په اړه کانګرس ته وړاندي شوی د سږ کال د شپږ مياشتني رپورټ حواله ورکوي.

په دې رپورټ کې ويل شوي چې د افغانستان يو بريګيډ مکمل تيار دی او هيڅ ډول بهرني مرستي ته ضرورت نه لري. هم دې ته په پام سره ځيني تنقيد کونکې وايې، د پياوړي افغان امنتي ځواک په جوړولو کې د امريکا هڅي ناکامه شوي دي.

خو ددې ترڅنګ که بيا د افغان امنيتي ځواک د بهرني مرستي پرته تر سره کړل شوو د عملياتو شرح ته وکتل شي نو دا يوه ښه اشاره ورکوي.دوی يوازي له تخنيکي نه بلکه د حوصلې او هوډ له پلوه هم پياوړي ښکاري.

دا شان د فارن پاليسې په خبره د افغانستان معيشت هم ګډ وډ تصوير ورکوي خو پکې ښه خبره داده چې په وروستيو کلنو کې د هيواد د اقتصادي ودي شرح د شپږ او اته فيصده په مينځ کې ده.

خو بل پلو ناوړه خبر دا دی چې دغه وده د بهرنيو په افغانستان کې د شتون او د افيون د اقتصاد له وجي ده او تر ټولو بد اړخ يې بيا دا هم دی چې په پراخه کچه درغلي دي چې له وجي يې سرمايه کله هم پر لاندي کچه ضرورتمندانو ته نه رسيږي.

XS
SM
MD
LG