د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۲م کال کې پښتو فلمي صنعت تر ټولو مخکې وو





د پښتو فلمي صنعت سره تړلي خلک وايي، چې په ۲۰۱۲م کال کې پاکستان د نورو ژبو لکه پنجابي او اردو په پرتله د پښتو فلمونو لپاره ډير ګټور وو. د دوی په خبره چې سږکال د پښتو ١٦ فلمونه د پاکستان او افغانستان په بيلا بيلو سنيماګانو کې و ښودل شول چې ډېر ښه کاروبار یې کړی دی. دوی زیاتوي چې روان کال په پنجابي ژبه کې ۶ فلمونه جوړ شوي او د اردو هیڅ فلم هم نه دی وړاندې شوی.


د پښتو فلمونو پروډيوسر مظفر خان مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د پاکستان او بيا په خاص توګه د خيبر پښتونخوا حالات سم نه دي خو دوی بيا هم يو شمير فلمونه جوړ کړي دي، چې پښتنو خوښ کړل. نوموړي وويل چې دا وخت په پاکستان کې يواځنی د پښتو فلمونو صنعت دى چې د لاهور سټوډيوګانې یې پرې ودانې دي او د فلمي صنعت سره تړلې يو شمير هنرمندانو ته يې روزګار برابر کړی دى.

د مظفرخان په وينا چې د سږ کال په پيل کې هم د ده فلم ،، جنګ ،، د افغانستان او پاکستان په بيلا بيلو سنيماګانو ښودل شوی وو او له هغې روستو يې نور ځينې کامياب فلمونه جوړ کړل او په دا روستيوکې يې اخيري فلم دوښمني جوړ کړی وو چې تراوسه په سنيماګانو ښودل کيږي.

ده وويل چې په جنګ فلم کې شاهد خان ، سونو لال ، جهانګير خان او محمدحسين سواتي کردارونه لوبولي وو او دا فلم ځوان ډايريکټر لياقت علي ډايريکټ کړې وو.

ده وويل چې(( ۲۰۱۳م کال به هم زما له فلمونو پيليږي او زما يو فلم دى چې نوم يي ،، لو سټوري ،، دى او د دې به په لومړي ځل جهانګير خان هدايت کاري کوي او دغه رنګ سندر غاړې شا سوار به په لومړي وار دې کې اداکاري کوي. نو موږ هيله لرو چې راتلونکې کال به هم د پښتو فلمي صنعت د کاميابۍ کال وي))

دغه رنګ د فلمونو هدايت کار قيصر صنوبر مشال راډيو ته وويل، چې ((د تيرو وختونو په پرتله که موږ فلمي صنعت ته وګورو نو هاغه رنګ خو نۀ ده خو بيا هم د پښتو فلمونو صنعت دا وخت د نورو په نسبت مخ په وړاندې روان دى او هم دا وجه ده چې د اردو او پنجابۍ ژبې هنرمندان او اداکاران ارمان لري چې موږ د پښتو فلمونو کې اداکاري وکړو او ليلا ، شفقت چيمه ، سونو لال په ګډون يو شمير نور اداکاران دا وخت د پښتو فلمونو سره تړلي دي. او انشاالله دا به نور هم پرمختګ وکړي))

د دې په ترڅ کې د پښتو فلمونو پروډيوسر ملک اصف الله مشال راډيو ته وويل چې حکومت ته پکار ده چې دې اړخته پام راوګرځوي نو دا صنعت هم ښه کيداي شي او دا ځکه چې پښتون ډير بيداره او ژوندی قام دى او دوی اوس هم په دې حالاتو کې د يو څو شېبو د خوشالۍ لپاره سنيماګانو ته راځي. په دې صنعت کې يو څو خواري کښ دي چې دې صنعت ته يي اوږه ورکړېده او دا صنعت مخ په وړاندې روان دى او زه داد ورکوم دې ډايريکټرانو او پروډيوسرانو ته
نو هيله لرم چې دوی دا خپل محنت هم دغه شان جاري وساتو نو لرې نه ده چې پښتو فلمي صنعت به نور هم پرمختګ وکړي)

د ذکر وړ ده چې همداراز په ۲۰۱۲م کال کې ٤٣ د هند اؤ ١٦ د انګريزۍ ژبې فلمونه هم په پاکستان کې ښودل شوي دي.

د فلم مينه والو وايي که په پاکستان کې فلم جوړونکي جديده ټيکنالوجي وکاروي او نویو تعلیمیافته باسواده ځوانانو ته موقعې په لاس ورکړي دا به فلمي صنعت ته نوره هم وده ورکړه.
سراج ظهير- مشال راډيو- اسلام آباد

XS
SM
MD
LG