د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېنظیر بټو پنځم تلین د بلاول د سیاسي ژوند پیل




نن د پاکستان د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بټو د وژل کېدو پنځم تلین لمانځل کیږي، چې د ۲۰۰۷م کال پر ۲۷م ډیسېمبر د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې د یوه ځانمرګي بمي برید او ډزو په ترڅ کې وژل شوې وه. په پنډۍ کې د پاکستان لوی پوځي مرکز شتون لري،

بېنظیر بټو چې دوه ځلې د پاکستان وزیراعظمه پاته شوې چې په ۲۰۰۷م کال د جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې له جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته ستنه شوه. او د خپل ګوند(پاکستان پیپلز پارټۍ) له لوري یې انتخاباتي کمپین چلولو چې په پنډۍ ښار کې له یوې لویې غونډې وروسته په برید کې ووژل شوه.

تر اوسه د هغې د وژنې په تړاؤ څوک نه دي محاکمه شوي.

د فرانس خبري اژانس اې ايف پي په يوه مقاله کې راغلي چې د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظیر بټو پينځم تلین پر مهال تمه څرګنديږي، چې د هغې زوي بلاول بټو به د خپل سياسي ژوند شورو کولو اعلان وکړي.

خبري اژانس ليکي چې د بينظر بټو د تلین په مناسبت د هغوی پلرني ټاټوبي لاړکانه کې يوه جلسه کيږي، چې پکې د زرګونو کسانو د ګډون تمه ده. دا به لومړي ځل وی چې ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه زوی بلاول بټو زرداري دغه غونډې ته وينا وکړي.

د خبري اژانس په وينا د بټو کورنۍ د پاکستان په سياست کې ۶۵ کالو راهېسي مهم کردار لري. د بينظر بټو پلار ذولفقار علي بټو په ۱۹۷۱ کال کې وزيراعظم ټاکل شوی وو، خو په ۱۹۷۷ کال کې پوځي کوتاده کې د واک نه لرې کړل شو او په ۱۹۷۹ کال کې پانسي ورکړل شوه.

د څيړونکو په اند، پيپلز ګوند به دريم نسل سياست ته راوباسي، خبري اژانس د کارپو حسن عسکری په حواله وايي چې ((دا به يوه رسمي غونډه وي چې بلاول بټو زرداري به په کې سياسي ميدان ته ودانګي.)) د حسن عسکری په وينا بلاول د بټو خاندان او د زرداری سیمبول دی او دوی غواړي چې دا سیمبول په ټاکنو کې وکاروي.

خبري اژانس ليکي چې ولسمشر آصف علی زرداري په ټاکنو کې د پيپلز ګوند کمپاين نه شي چلولای او د درغلو تورونو له کبله غير مقبول دی.

خو د بلاول عمر ۲۴ کاله دی او هغه په ټاکنو کې برخه ځکه نه شي اخستلي چې د ټاکنو کې برخه اخستو لپاره د عمر حد ۲۵ کاله دی. خبري اژانس د کارپوه حسن عسکری له خولې زياتوي چې کيدای شي بلاول د پيپلز ګوند انتخابی کمپاين ته يوه تازه ولوله ورکړي.

داسې تمه کیږي چې نن به په لاړکانه کې چیرته چې د بهټو خاندان مقبره ده، د هغې زوی بلاول بهټو زرداري او د پاکستان صدر اصف علي زرداري د نوموړی په یاد کې خبری وکړي. تمع کیږي چې دغه وینا به د بلاول زرداري د سیاسي فعالیت پيل وي

XS
SM
MD
LG