د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتونخوا او فاټا له قېمتي قدرتي زېرمو ډکه ده"





په پېښور کې د معدنیاتو کارپوه او ځمکپوه فضل ربي وايي، چې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پښتنو ټولې قبایلي سیمې له طبعې زېرمو او دولتونو څخه مالا مال دي. د ده په خبره که چېري حالات پرامنه شي نو دا سیمې به د طبعې سرچینو او وسایلو له حسابه د نړۍ په شتمنو هغو واوړي. نوموړی وايي چې دوی د پښتونخوا او قبایلي سیمو ټوله دېټا اوس کمپویټر ته اړولې چې په دې سره نه یوازې د دوی د څېړنو او پلټنو کار اسانه شوی بلکې که اوس وغواړي چې د یوې سیمې ډېټا کمولو یا زیاتول وي نو دوی یې د ډیجیټل ډېټا له وجې په اسانۍ سره کولای شي.

ځمکپوه فضل ربي وايي، چې د خيبر پښتنونخوا د قبايلي او نيم قبايلي سيمو په ګډون د ټولو قبایلي سیمو په اړه يوه نوې سروی کې راغلي چې په دغو سيمو کې د تېلو او د ګېسو لويې زيرمې موجودې دي. دا سروې د قبايلي سيمو پرمختياي اداري او د پيښور پوهنتون حمکپوهنې (جيالوجي) څانګي په ګډه په ۲۰۰۸ کال کې شورو کړې وه او د روان کال په جون مياشت کې یې سر ته رسولې وه.

په دي سروې څلوېښت میليونه روپۍ لګښت راغلي، چې په جديد ساينسي طريقو د قبايلي سيمو نقشي جوړې کړل شوې د. د دې سروې له مخې یې دا جاج اخیستی چې په کومو ځاينو کې قدرتي معدنيات موجود دي.

له سروې مالومه شوي چې د پښتونخوا په ۷ نويو ځاينو کې د ګېس او د تېلو زيرمې موجوده دي.

د دې پروژي مشر او د عبدالولي خان پوهنتون د ځمکپوهنې (جيالوجي) څانګې مشر ډاکټر فضل ربي خان سره د مشال خبریال ګل آياز مرکه کړې.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG