د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: رايه اچوونکي به انتخاباتو کې څوک وټاکي؟




بشير ګواښ، مشال ريډيو

په داسې حال کې چې پاکستان کې عمومي انتخاباتو ته خوا او شا درې مياشتې وخت پاته دی، ټولو سياسي ګوندونو د رايو ورکوونکو د ملاتړ خپلولو لپاه کمپاينونه پيل کړي. څيړونکي وايي روان حالات او په ځانګړي توګه د بدامنۍ پيښې د رايو پر نتيجو ژور اغيز کولی شي.

د امنيتي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخوانی بريګيډير، اسد منير وايي چې ترهګري د پاکستان او په تيره بيا د پښتنو غټه مسله ده. د هغه په وينا درې ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا مشر وزير بشير بلور او تر دې وړاندې د عوامي نيشنل پارټۍ ګڼو غړو وژل کېدل او دې لار کې د پښتنو مشرانو قربانيوو له وجې به د خیبر پښتونخوا خلک دوی ته رايي ورکړي.

نوموړی زياتوي: ((که څه هم اوس به سفنديار ولي خان چرته جلسه ونه کړي خو دا وايم چې د روانو حالاتو په اړه پښتانه تر نورو ډير پوه دي. دوی به عوامي نیشنل ګوند ته رايه ورکړي.))

د Costsofwar.org په نامه يو ويب سايټ چې جنګونو کې د وژل شوو خلکو شمیرې ساتي، ليکي چې له ۲۰۰۴ کال راهيسې پاکستان کې په روانو بدامنيوو کې تر څلويښتو زرو زيات عام وګړي وژل شوي.

د سياسي او ټولنيزو چارو کارپوه خادم حسين وايي پاکستان کې د بدامنيوو سرچينه وسلوالې ډلې دي او اوس بايد خلک فيصله وکړي چې راتلونکو څو کلونو لپاره طالبانو او نورو سخت دريځه وسله والو سره همدردي لرونکو ګوندونه ته رايی ورکوي او که پر ځای يې ترقي پسنده ډلې او سياست وال انتخابوي.

هغه زياتوی: ((راتلونکو ټولټاکنو کې به عام ولس دا سوال خامخا کوي او له هر چا به يې کوي چې تاسي په کومه خوا ولاړ ياست. آيا تاسي په هغه غاړه ولاړ ياست چيرته چې شر دی، شدت پسندي ده، جنګ دی او بدامني ده او کنه پر هغه خوا ياست چې د امن او ترقۍ خبره کوي. په دې بنياد به دوی خلک انتخابوي او دا به د رايو په نتيجو خامخا اغيز کوي.))

د پاکستان د سياسي چارو لاهور ميشتی کارپوه، سجاد نصير وايي چې د امنيت مسلې تر څنګ پاکستان کې درغلي يا کرپشن د رايو ورکوونکو لپاره ډير اهميت لري او په همدې بنياد به رايي ورکوي. د هغه په وينا پاکستان کې لا هم د رايه ورکوونکو انفرادي سوچ تر دې حده نه دی چې پخپله دې د يو کس انتخاب وکړي خو په دې کې د بدلون امکان شته.

نوموړی زياتوي: ((کله چې د انتخاباتو اعلان وشي او دا اوسنۍ اسمبلۍ او حکومت ختم شي نو بيا به يو بې پري عبوري حکومت جوړيږي. دا به په حالاتو کې تبديلي راولي، په ټول پاکستان کې ښايي د بدلون حرکت راشي او کيدای شي د دې سبب شي چې خلک په روايتي توګه د رايوو ورکولو پر ځای د خپلې نظريې او سوچ مطابق په راتلونکو انتخاباتو کې رايي ورکړي.))

د پاکستاني رسنيوو د رپورټونو ترمخه د پاکستان اليکشن کميشن به د جنورۍ په دوهم تاريخ د رايو ورکوونکو د امنيت لپاره د امنيتي ادارو سره يوه مهمه ناسته وکړي او کيدای شي چې پکې د ملک په ځينو سيمو کې د پوليسو ترڅنګ د پوځ د خدماتو غوښتنه هم وکړي.

XS
SM
MD
LG