د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هند ته په خپل وروستي سفر کې د دغه هیواد له چارواکو سره وکتل .
پوتین د هند له وزیراعظم من موهن سنګ سره د تکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخه کې ډېرې لویې ټېکې لاسلیک کړلې .
دواړو لوریوهمدا راز په افغانستان کې پر حالاتو خبرې کړې دي.
دې اشیین ایج (The Asian Age) خپرونې او د روسیې خبري اژانس ایترتاس د دوی د خبرو جزیات خپاره کړي دي.
دې ایشیېن ایج په حواله ، ولسمشر پوتین او د هند وزیراعظم پرون د افغانستان د حالاتو په اړه په خبرو کې د انتهاګري د ګواښ پر وړاندې د ګډ کار موافقه کړې.
د هند وزیراعظم من موهن سنګ ویلي، چې هند او روسییه په افغانستان کې د ثبات ، یووالي، ډیموکراسۍ او سولې د رامنځ ته کیدو لپاره ګډ نظر لري، داسې افغانستان ، چې له ترهګرۍ، انتهاګرۍ او بهرنیو مداخلو څخه پاک وي.
د روسیې د خبري اژانس ایتر تاس په حواله ، د هند او روسیې رهبرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې له مخالفینو سره د مذاکرو لپاره د افغان حکومت د سوله ایزو هڅو ملاتړ کوي.
اعلامیه وايي، چې د افغانستان رهبري باید په دې پروسه کې مخکښ رول ولوبوي او مخالفین باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه کیږدي.
مخالفین باید د نړیوالو د غوښتنې پر اساس ، د افغانستان د اسلامي جمهوريت اساسي قانون په رسمیت وپیژني، له تشدده لاس واخلي او د القاعده په شمول له تروریستي شبکو او ډلو سره ارتباط وشلوي.
د هند او روسیې رهبرانو باور څرګند کړی دی، چې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا بندیزونه له تروریزم سره په مبارزه کې یو مهم کار دي، چې باید دوام پيدا کړي.
دواړو هیوادونو د دې لپاره ، چې نړیوال د افغانستان په مسله کې د دې هیواد د ګاونډيو د رول اهمیت ته زیات متوجه کیږي، رضایت څرګند کړی دی.
دوي د شنګهای همکاری سازمان ، د ګډ امنیت د تړون سازمان او د جنوبي اسیا د هیوادونو د سیمه یزو همکاریو سازمان په څير د سیمه یزو ادارو د پراختیا غوښتنه کړې ده .
د هند او روسیې مشرانو ویلي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره غونډه، چې سږ کال په نوي ډيلي کې وشوه، په دې هیواد کې د پانګه اچونې یا سرمایه ګذارۍ د هڅولو لپاره ګټوره وه .
دوی له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د داسې سازمانونو په چوکاټ کې د سیمې د هیوادونو د پریکړو درناوی وکړي.
هند او روسیې موافقه کړې ، چې تروریزم په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره اساسي ګواښ دی ، چې په ټوله سیمه او نړۍ کې امنیت له خطر سره مخامخولای شي.
دوي له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سیمې د هیوادونود همکاریو او د تروریستانو د پناه ځایونو او مالي سرچینو د له منځه وړلو لپاره د هڅو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د روسیې خبري اژآنس ایتر تاس د ولسمشر ولادمیر پوتین او وزیراعظم من موهن سنګ په حواله وايي : هغه پيسې ، چې په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید او قاچاق له لارې تر لاسه کیږي، د تروریستانو د ځالو د پیاوړتیا اساسي منبع ده او د دې پر ضد یې د ګډو هڅو ږغ کړی دی.