د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي چې د ډرون بريدونو په ضد خبرې کونکې بايد د ترهګرو د موجوديت او د ځانمرګو بريدونو په ضد ږغ پورته کړي.
نوموړي نن په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې کومو بهرنيانو د پاکستان پر خاوره د دې هيواد د خاوري سرغړونه کړې ده، بايد د هغوی پر ضد خاموشه نه شو پاتې.
((له بده مرغه داسي کسان شته چې د ډرون بريدونو مخالفت کوي او وايي چې دا د فضايي حدودو سرغړونه ده خو زه له دوی دا پوښتنه کوم چې دا زموږ د مځکې سرغړونه چې کيږي دوی پر هغه ولي خاموش دي)).
نوموړي زياته کړه، د پاکستان له ټولو سياسي ګوندونو څخه غوښتنه کوي چې ترهګرو ته ترهګر ووايي او د ترهګرۍ پر مسله سره راټول شي او يوه واحده تګلاره خپله کړي.
اسفندیار ولي خان دا خبري کنفرانس د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر بشیر بلور د خالي په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې د وژل کېدو وروسته د عوامي نېشنل پارټۍ له خوا د هغه پر وژنه د خپل ګوند غبرګون وړاندې کول او په ټول پاکستان کې سیاسي ګوندونو ته یو پیغام ورکول وو چې د ترهګرۍ پر ضد باید یو کوټلې او پرېکنده تګلاره خپله کړي.