د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښي لاسي ګوندونه مو له ميدانه باسي. بشره ګوهر


بشره ګوهر
بشره ګوهر



اسرار عالم مومند مشال راډيو

پراګ:- په داسې حال کې چې د پاکستان په ګڼو برخو کې سیاسي ګوندونو د راتلونکو انتخاباتو لپاره خپلې منډې ترړې پیل کړې دي، خو آزاد خياله سياسي ګوندونه وايي، دوی له امنيتي سره سره مخامخ دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند بشرا ګوهر وايي، د دوی پر وړاندې د خنډونو جوړولو لوی مثال د پښتونخوا پر مشر وزیر بشیرخان بلور ځانمرګی برید دی چې په کې نوموړی ووژل شو. د دې په خبره کيڼلاسي ګوندونه غواړي چې ازادخیاله ګوندونه له مېدانه وباسي.

((ښي لاسې ګوندونه هڅه کوي چې موږ له زور راکړي چې دارنګ عوامي نېشنل ګوند له مېدانه ووځي، دا چې کوم ښي لاسې ګوندونه دي هغوی(وسله والو ډلو) مرسته کوي، نو زه وايم چې د هغوی پوره کوښښ دی چې په موږ باندې زور واچوي خو دوی چې څومره په موږ زور اچوي هومره به زموږ حوصلې لوړيږي ، نو که دوی په دې طريقه موږ له مېدانه وباسي، خو دوی تېروتي دي، د باچاخان پېروکارو له انګريزانو سره مبارزه کړې دا خو يو څو سخا بوټي دي دا خو به موږ له بېخه راوباسو))

خو په پاکستان کې ښيلاسی مذهبي ګوند جماعت اسلامي د بشرا ګوهر تورونه ردودي او وايي، چې د دوی پر ګوند هم ورته بريدونه شوي دي. د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخو امیر پروفېسر محمد ابراهیم په دې اړه زیاتوي:

((له دې خبرې سره زموږ تاېيد نه شته او په موږ هم دا قسمه بريدونه شوي دي او دا تاثر چې پر دغو کيږي او پر هغو نه کيږي، دا تاثر سم نه دی او له دې دښمن ته ګټه رسيږي، دا هرڅه د غلطې پالېسۍ له وجې دي او زه د هغې غندنه کومه ، زه د هغوي(بريدکونکو) غندنه کوم ستاسو د ريډيو له لاری يي غندنه کوم، د پاکستان د ټي وي چېنلونو له لاری مو غندنه کړې.))


په پېښور کې د سياسي او ټولنيزو چاروکارپو خادم حسېن په روانو انتخاباتي هلو ځلو کې د کیڼ اړخو او ښي لاسو ګوندونو په اړه وايي :

((سياسي ګوندونه چې د ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي هغوی دا مهال له تاريخي مرحلې څخه تيريږي ، په داسې حالاتو کې ټول ټاکنې او د هغې لپاره کمپېن خو وړه خبره ده ، ما ته ښکاري د ټول مستقبل مسله په سر ولاړه ده ، کله چې دوي ( ښي لاسو ګوندونو ) ته ويل شي چې تاسو د ترهګرو بريدونو غندنه وکړی نو هغوی وايي، چې دا د امريکا ملګري دي او دا هرڅه د امريکا په سازش دي او چې کله ورته وويل شي چې د خپل ملک د دفاع او د دغه خلکو د عملياتو پر ضد راتلل پکار دي او که نه، نو بيا غلي شي.))


په پارلېمان کې د عوامي نشنل ګوند غړې بشرا ګوهر وايي د دوي انتخاباتي کمپېن به روان وي او هيڅ کله به په شا نه شي او د تره ګرۍ پر ضد به خپله مبارزه جاري ساتي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې په کیڼ اړخو ګوندونو بريدونه زيات شوي دي، کارپو خادم حسېن وايي، اوس وخت رارسېدلی دی، چې د پاکستان ټول ولس په راروانو انتخاباتو کې د هغه خلکو ملاتړ وکړي، چې د تهذيب ، بشر دوستۍ ، روښان فکرۍ او جمهوريت د ودې او د سخت دريځۍ پر ضد هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG