د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه به کله هم بشیر بلور هیر نکړي


پراګ: د تیر خالې په ورځ په پیښور کې د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر بشیر احمد بلور د وژنې خبر ډیر په تیزۍ سره خپور شو، په سوشل میډیا فیس بک او ټویټر خلکو په هغه ځان مرګی برید په سختو ټکو وغنده. د عوامې نشنل ګوند مشرانو په ټویټر د هغه وژنه یو لوی نقصان وګرزوو، او د هغه مړانه او زړه ور توب یې وستایلو.

د ګوند مرکزې مشر اسفندیار ولې خان د دغه پیښې وروستو د میډیا سره په خبرو کې وویل، دوی بشیر بلور ته څو وارې دا ویلې وو، چې باید هغه ته د ورپیښې خطرې له وجې احتیاط وکړي، خو بشیر بلور دا وییلې وو، چې د ده ایمان دی، د ګور شپه په کور نشي کیدای.

د پیښور د وکیلانو مشر لطیف اپریدی وایې ، کله چې هم بمې چاودنه شوې، د ټولو لومړی بشیر بلور ځان د پیښې ځای ته رسولی دی، هغه یو بهادر او تکړه سیاستوال وو.
اپریدی وایې پښتانه به کله هم بشیر بلور هیر نکړې.

د بشیر بلور د وژنې وروستو ګڼ شمیر خلک د پیښور لیډی ریډنګ روغتون ته ورسیدل ، او د مشال د خبریالانو په وینا دغلته خلکو ژړل او د هغه د صحت دواګانې کولې ، خو ډاکټرانو د پیښې ډیر زر د هغه د مرګ تصدیق وکړ.

د عوامې نشنل ګوند مشرانو د خپل ملګرې او د ګوند د غړې وژنه په سختو ټکو وغندله، اسفندیار ولې خان د میډیا سره په خپلو مختصره خبرو کې وویل، ً د بشیر خان وژنه یقینن چې د دوی لپاره یو لوی تاوان دی، او د هغه د دریمې وروستو به دوی په دې بحث کوې ، وړاندې څه تګلاره خپله کړي.ً د عوامې نیشنل ګوند د قامې اسمبلۍ غړې بشرا ګوهر په خپل ټویټر اکاونټ لیکې، د ترهګرۍ پر ضد په روانه جګړه کې د دوی څلور مشران او ۷۰۰ کارکانو تر اوسه ژوند له لاسه ورکړی، او په بشیر احمد بلور دا پنځه حمله وه، چې دا ځل تدې ژوندی راونه وتو .

د پښتونخوا د سینییر وزیر بشیر احمد بلور په وژنه په پاکستان کی د امريکا سفير رچرډ ولسن د خپګان څر ګندونه کړي او ويلي دي چی بلور د ويری او ترهي د سياست په وړاندي د لوړي حوصلي يو غږ وو.

بلخوا د ملګرو ملتونو سیکټري جنرل بان کي مون په ګډون د پاکستان وزیر اعظم ، ولسمشر او نورو سیاستوالانو او حکومتي چارواکو د خپګان ښودنه کړې ده او دا برید یې غندلی دی.

د پاکستان وزیر اعظم راجا پروېز اشرف په یوه ټیلي ویژني وینا کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د بشیر بلور ستاینه وکړه ((موږ د بلور په مړانې، ولولې او جذبې ویاړو. ما اوس د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر سره په ټیلي فون خبرې وکړې او ډاډ مې ورکړ چې ټول ولس له تاسې سره دی))

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، دی د بشیر بلور قربانۍ او عظمت ته سلام کوي. د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو مشال راډیو ته وویل، بلور په زړورتیا د ترهګرۍ مقابله کوله.
همدا راز، افغان ولسمشر حامد کرزي هم د بلور په وژنه خپګان ښودلی او دا برید یې په سختۍ غندلی دی.
فرخنده وزیر، مشال راډیو
XS
SM
MD
LG