د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشر وزیر بشیر احمد بلور خاورو ته وسپارل شو


د خیبر پښتونخوا د مشر وزير بشير احمد بلور جنازه د پیښور په کرنل شیر خان يا آرمي سټیدیم کی وشوه. او له دغې وروستو خارو ته وسپارل شو.

د هغه په جنازه کی د زرګونو عامو وګړو په شمول يو شمير سياستوالو او حکومتي چارواکو ګډون وکړ. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، د پښتونخوا ملې عوامې ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د عوامې نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولې خان تر څنګ د دغه ګوند یو شمیر مشرانو او کارکنانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د جنازي لپاره سخت امنيتی ګامونه پورته کړل شوې وو.

بلور بېګا ماښام په قصه خوانۍ بازار کې تر یوې جلسې وروسته په یوه ځانمرګې حمله کې ژوبل او بیا په روغتون کې مړ شو. په دې حمله کې اته نور کسان هم ووژل شول چې په کې د بلور تر ټولو نېږدې ساتونکی او سېکرټر نور محمد او د کابلۍ تاڼې مشر ستار خان هم شامل دي. د نور محمد جنازه نن سهار شا و خوا ۱۱ بجې او د ستار خان جنازه بېګا د شپې ناوخته په پولیس لاین کې شوې وه. د لیډي ریډنګ روغتون مشر ډاکتر ارشد جاوېد مشال راډیو ته ویلي، بلور چې روغتون ته وروړل شو نو ساه یې نه اخیسته.

بلور د پيښور په بيري باغ سيمه کي خاورو ته وسپارل شو. نن په ټول پاکستان کې د ویر اعلان شوی، او د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د دریو ورځو د سوګ اعلان کړی.

پر بلور د ځانمرګي برید پړه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې.
XS
SM
MD
LG