د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ترهګرو مرمیو تر ختمېدو به ورسره مقابله کوو'


شبیر احمد جان

پېښور - د خیبر پښتونخوا سینییر صوبايي وزیر بشیر احمد بلور ویلي، د وسله والو پر ګواښونو سربېره به دوی د انتخاباتو له پاره خپل کیمپېن په ښه ډول کوي.

دی وايي، د راتلونکي لنډ مهالي حکومت له پاره هم د اپوزیشن ډلو له مشر سره خبرې روانې دي.


بشیر بلور په پېښور کې له مشال راډیو سره د ځانګړو خبرو پر وخت وویل، ترهګرو دوی ته د پینځو ورځو نېټه ورکړې وه چې حکومت دې پرېږدي:

((تاسې ته به مالومه وي چې ترهګرو دا هم ویلي ول چې که تاسې په پینځو ورځو کې استعفا ور نه کړه نو تاسې به حلال کړو. بیا اوس یې تر [انتخاباتو] مخکې هم الټي مېټم (یا نېټه) راکړې ده چې د انتخاباتو کیمپېن ته به عوامي نیشنل ګوند نه پرېږدي. خو زه هغوی ته په بیا بیا وایم چې موږ له هیچا نه ویرېږو ځکه چې د کور شپه په ګور نه وي، او د ګور شپه په کور. او که زموږ مرګ وي نو وي به خو موږ به دا کیمپېن هم کوو، انتخابات هم کوو او او بیا به حکومت جوړوو.))

بشیر بلور وویل، ترهګر به ترهګري کوي، د دوی ((ګولۍ [مرمۍ] به ختمې شي خو زموږ سینې به نه ختمېږي)) او دا چې د دوی مقابله به کوي.

بل پلو په خیبر پښتونخوا کې د راتلونکي لنډ مهالي حکومت په اړه بلور وویل چې صوبه یې له ډېرو نازکو حالاتو تېرېږي خو د اتلسم اییني ترمیم تر مخې، د صوبې اعلا وزیر او په اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر باید سره سلا وکړي او لنډ مهالی حکومت جوړ کړي.

ده وویل، په دې ترځ کې د دوی هڅه دا ده چې داسې خلک د حکومت له پاره راولي چې بیخې بې طرفه او ازاد وي ځکه چې دوی غواړي ازاد او پاک انتخابات وکړي.

د پښتونخوا مشر صوبايي وزیر بشیر احمد بلور وویل، پر دې سربېره چې په صوبه کې حالات زښت خراب ول خو بیا هم دوی پرمختیايي کارونه کړي دي.

بلور زیاتوي، د خدای شکر دی چې ترهګري یې کابو کړې ده او په سوات کې یې امن راوستی دی.
XS
SM
MD
LG