د ترکیه، اسلام او ډیموکراسۍ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د ترکيې په بېلا بيلو پوهنتونونو کې دا وخت د شريعت يا الهياتو شپېته (۶۰) پوهنځي دي چې د لوړو ديني زده کړو ښوونه په کې کيږي.
ترکيه، اسلام او ډيموکراسي نننۍ خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان او پاکستان د ديني زده کړو ښوونې د ترکيې له هغو سره څه توپير لري او په دغه هيواد کې ديني زده کړې تر لاسه کوونکې افغان او پاکستاني زده کوونکي په راتلونکې کې ټولنې ته د څه ډول خدمت جوګه کېدای شي؟
دا خپرونه ستاسو له پاره احمد شاه اعظمي جوړه کړې ده.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.