د ترکیه، اسلام او ډېموکراسۍ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په ترکيه کې که څه هم مذهب له سياست يا حکومته بېل ساتل شوی خو خلکو ته شخصي آزادي ورکړل شوې ده تر څو د خپلې عقيدې يا مذهب پېروي وکړي.
که څه هم د عثماني سلطنت د واکمنۍ پر مهال د غېر مسلمانانو شمېر څه باندي ۴۰ فيصده وو خو په اتلسمه ميلادي پېړۍ کې په اروپا کې د ملت پالنې تر څپې وروسته د ترکيې او غېر اسلامي هيوادونو تر منځ د وګړو تبادله شوه چې په نتيجه کې يې اوسمهال په دغه هيواد کې د يو فيصد په شا و خوا کې غېر مسلمانان پاتې دي او ۹۹ فيصده يې مسلمانان دي.
په ترکيه، اسلام او ډيموکراسي نننۍ خپرونه کې به واورئ چې په ترکيه کې د تاريخ په اوږدو کې مذهبي لږکيو يا اقليتونو ته څه حقوق ورکړل شوي او په څومره آزادانه ډول د خپلې عقيدې او دين پېروي ته پرېښودل شوي دي؟
په خپرونه کې به دا هم واورئ چې په دغه هيواد کې ښځو ته څه ډول حقوق ورکړل شوي دي؟
دا خپرونه ستاسو له پاره احمد شاه اعظمي جوړه کړې ده.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.