د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوریه کې باید د کورنۍ جګړې مخنیوی وشي. پوتین


روسی ولسمشر ولادمیر پوټین
روسی ولسمشر ولادمیر پوټین



روسي ولسمشر ولادمیر پوټین ویلي، د دوی لومړنۍ اندېښنه په شام کې د کورنۍ جګړې مخنیوی کول دي نه دا چې په هر قیمت دې د ولسمشر بشار الاسد رژیم وژغورل شي.

تېره ورځ پر ټیلي ویژن خبري غونډې ته د وینا پر وخت پوټین وویل، مسکو له داسې یوه حالته ویرېږي چې په کې اوسنی اپوزیشن او حکومتي ځواکونه به خپل کردار بدل کړي او تل تر تله به په جګړې کې ښکېل شي. روسي ولسمشر وویل، شامیان باید اوسني نظام تر بدلولو مخکې پر دې اړه سلا ته ورسېږي چې ((په راتلونکې کې به څه ډول اوسي او څنګه به د خلکو امنیت او په حکومت کې د خلکو برخه یقیني کوي.))

ده وویل، دا اوس په شامي ولس پورې اړه لري چې فیصله وکړي چې په هیواد کې به یې څه پېښېږي. روسیې او چین د ملګرو ملتونو هغو هڅو مخه نیولې ده چې پر اسد فشار راوړل شي او روان تاو تریخوالی ودرول شي.

XS
SM
MD
LG