نیاز موسا خېل مشال راډيو
کوټه:- د بلوچستان په مسلم باغ کې د جمعرات په ماځیګر پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستانیو امنیتي ځواکونو له خوا پر ځینو کورونو د چاپو وهلو پر ضد لاریون وکړ.
د پښتونخوا مېپ د مرکزي کمېټۍ غړي الله نور له مشال رېډیو سره په خبرو کې ووېل چې د ترهګرو په نامه د عامو وګړو پر کورونو چاپې وهل شوې دي.
"پلمه یې دا وه چې دلته ځانمرګي جېکټونه او ترهګر موجود دي،خو موږ هغه خلک ښه پېږنو او څه داسې خبره نشته. زموږ خلک یو بل کور پر کور پېږني او هر شریف او ناوړه کس له لیري لیري ورته معلوم دي او دا پوره یقین لرو چې د کومو خلکو پر کورونو چاپې وهل شوې دي،هغوي شریف او د ټولنې ګټور پښتون افغان وګړي دي"
الله نور زیاتوي، د دوی سیمې هر چا ته معلومې دي چې څومره له امن او سولې ډکې دي. دلته د الله په فضل سره تر اوسه د ترهګرۍ داسې پېښه نه ده تر سره شوې چې ګوا کې د پام وړ دې وي.نوموړی غوښتنه کوي "د خدای لپاره زموږ پُر امنه سیمې د ناامنۍ پر لور مه وړۍ"
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ضلع کلا سېف الله جنرل سیکرېټري هداېت الله بیا وایي، حکومت باېد په ناامنیو کې د لاس لرونکو اصل کسانو پر ضد ګامونه واخلي
"په سېمه کې ډاکټران تېښتول کېږي.هدفې وژنې روانې دي او سیمه په اور راګېره ده.ه لته خو موږ تر اوسه نه دي لېدلي چې ګواکې حکومت دې یو څوک نیولی وي یا یې پر ضد ګامونه اخیستې وي،خو دلته پرغریب ولس چاپې وهل کېږي"
بلخوا په مسلیم باغ کې د پولیس چارواکي که څه هم پېښه تاییده وي،خو زیاتوي چې دا له کوټې راغلې ځواکونو ترسره کړې او دوی هیڅ خبر نه دي .یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې له عملیاتو وروسته دوی ته خبرتېا ورکړل شوه او بیا یې خپلو بالا چارواکیو ته خبرتېا ورکړه.
پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له اړخه پر امنیتي ځواک اې-ټي-اېف (اېنټي ټېرورېسټ فورس) لګول شوي د چاپو وهلو تورونو په اړه یاد ځواک تر دې دمه رسنیو ته څه معلومات نه دي ورکړي.