د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د این بي سي برمته خبریال خوشې شو


دا د مینځ کس رچرډ اینجل دی
دا د مینځ کس رچرډ اینجل دی




کریسچین ساینس مانیټر لیکې، په شام کې د خبریالانو یوه ډله د تښتولو وروستو د تیرې نهې په ورځ خوشې کړل شوې ده. په دغو کې یو د این بي سي خبریال رچرډ اینجل هم شامل وو، چې وایې ښکارې داسې دوی د بشر ال اسد پلوه وسله والو تښتولي ول.

په کریسچن ساینس مانیټر کې ډین مرفي لیکې، رچرډ اینجل چې د این بي سي خبري ادارې خبریال دی، د تیرې نهې په ورځ په شام کې د پنځو ورځو د تښتولو وروستو خوشې شو. هغه سره د دوو نورو ملګرو د شام د ایدلیب ښار په شمال کې د شامې یاغیانو سره په لاره نیول شوی وو.

اینجل این بي سي سره په خبرو کې وایې، دوی پنځه ورځې د شام په هغه سیمو کې سفر وکړ، چې د یاغیانو په کنټرول کې دي، دوی له یوې یاغي ډلې سره روان وو، چې په لاره څه نا څه ۱۵ وسلولو پرې برید وکړ. اینجل وایې هغوی په زیاته شمیره کې وسله لرله ، مخونه یې پټ وو.، او د دوی په ډله کې یوه یې یو یاغې په ډزو هم ووژلو.

خبریال اینجل وایي، دوی به یې له یوه کوره بل ته بوتلل، چې داشان یې محفوظ وساتي، خو دوی ته به یې د وژلو دړکې هم ورکولې، او یوه ورځ یې ورته دا هم وویل، چې تاسو پخپله فیصله وکړۍ، چې اول څوک مرګ ته تیار دي. او بیا د تیرې نهې په شپه دوی په لاره روان وو، چې ډزې پرې وشوې، ځینې وسله وال ووژل شول، او ځینې وتښتیدل.

اینجل دا هم وایي، د دوی د تښتونکو له خبرو ښکاریدل، چې د بشر ال اسد پلویان وو. هغه خلک چې د بشر ال اسد د حکومت مرستیال دي، زیاتره شیعه مسلمانان دي، او ښه په ډاګه د اسد سره د مرستې خبرې کوي، او دغه د ډیرو ښو کورنیو ښکاري، د خپلو عقیدو په اړه خپل نظر شریکوي، او د ایران د انقلابې ګارډ لخوا ورته روزنه ورکړل شوې ده، او د حزب الله سره هم تړاو لري.

اینجل وایي، دوی ته دا ویل شوي ول، چې دوی به د ځینو نیول شوو، ایراني اېجنټانو، او د دوو لبنانیانو چې یاغیانو نیولي دي، په بدل کې خوشي کړل شي.

این بي سي خبري ادارې د خپلو کارکونکو تېښتول پټ ساتلي ول، او دا کوښښ یې کولو چې څنګه دوی خوشي کړي. لومړی د ترکې میډیا دا خبر ورکړی وو، چې اینجل او یو د ترکې خبریال په شام کې تښتول شوې دي، خو این بي سي وایې دوی په دې اړه ځکه مالومات نه شریکول، چې غوښتل یې د خپلو همکارانو ژوند خوندي وساتې.

XS
SM
MD
LG