د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان خپلې ډرون الوتکې جوړول غواړي



امريکاي ورځپاڼه وال سټريت جورنل په خپله يوه مقاله کي ليکي چې د پاکستان د دفاع صنعت لګيا دی، د بې پايلټه الوتکو يوه بيړه جوړوي چې د امريکايي بې پايلټه الوتکو پر ځای به د وسله والو خوندي ځايونه په نښه کوي.

ورځپاڼه ليکي چې د پاکستان په لرې پرتو سيمو کي د وسله والو د وژنو په موخه په وسله سنبال د امريکايي بې پايلټه الوتکو مسلسل بريدونو ولس په غصه کړی دی، چې له وجې يې د پاکستان او امريکا اړيکو ته زيان رسيدلی دی.

ورځپاڼه ليکي، پاکستان د ډرون بريدنو په بشپړه توګه مخالف نه دي، ددغه ملک واکمنان غواړي چې په ډرون یې په مکمل کنټرول وي چې څنګه او چرته يې وکاروي.

په راولپنډی کي د جاسوسۍ لپاره د ډرون جوړولو د يوي ادارې اېکسپرټ انجينيرنګ ډيپټي ډايريکټر سعود رحمان ورځپاڼي ته وویل، راتلونکې دور به بې له انساني عملیاتو وي. او پر ځان تکیه تل د هر ملت په اولنیو لومړیتوبونو کې وي.


ورځپاڼه ليکی چې اېکسپرټ انجينېرینګ او څه نوري کمپنياني لګیا دي ددغه هيواد لپاره د بې پايلټه الوتکو د بيړۍ په جوړولو کار کوي، او دوی هيله لري چې يوه ورځ به له پاک افغان پولي سره نژدې د امريکايي بې پايلټه الوتکو اجاره داري ختمه کړي.

ورځپاڼه د پاکستان د دفاعي پيداوار د پرمختګ د اداري د ډاريکتر ميجر جرنل طاهر اشرف خان له قوله ليکي، دوی ډېرې هڅې وکړې چې له امریکا دغه ټېکنالوجي ترلاسه کړي خو بریالي نه شو. نو ځکه یې فيصله وکړه چې په دغه منصوبه کار وکړي او اوس یې ډیر کار ورباندې کړی دی او غواړي چې له بهرنۍ مرستې پرته خپله جګړه وکړي.




XS
SM
MD
LG