د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزڼ ضد واکیسن لګولو پر کارکونکو بریدونه





انګلستان چاپ ټايمز ورځپاڼه په خپله مقاله کې ليکي، مشکوک طالب وسله والو په پاکستان کې د پيل شوي پوليو ضد کمپاين د ويجاړولو د خپلو هڅو په ترڅ کې شپږ تنه ښځينه کارکوونکې په نښه کړې، چې په کې درې يې ماشومانې نجونه وې.

ورځپاڼه وايي، د کراچۍ او بلوچستان د پوليو ضد سيمه ييز کمپاينونه وار د مخه درول شوي دي او زياتوي چې پاکستان د افغانستان او نايجيريا په څېر د نړۍ دريم هېواد دی چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې شتون لري.

د ورځپاڼې په ليکنه، په دې وروستيو کالونو کې په پاکستان کې د پوليو ضد پرله پسې کمپاينونو له کبله د يادې ناروغۍ کچه په دراماتېک ډول راکښته شوه، خو زياتوي چې د دې هېواد په ځينو سيمو کې چې د امنيتي دلايلو له امله د صحت محکمې کارکوونکي هلته نه شو تلای، د دغه ناروغۍ پېښې ثبت شوي دي.

ورځپانه کاږي، د پوليو ناروغۍ پر ضد د يوه اغېزناکه کمپاين لپاره راتلونکې شپږ مياشتې ډېرې مهمې دي. خو د روغتيا نړيوالې ادارې، چې په پاکستان کې د پوليو ضد پروګرام څارنه کوي، ويلي چې د ټول ملک په کچ په شوي تېر کمپاين کې ۷۵۰۰۰۰ ماشومان له پوليو واکسين څخه بې برخې پاتې شول. که څه هم د دغه شمېر ماشومانو درېيمه برخه يې د پاکستان د ناامنو سيمو هغه دي، خو يادې ادارې بيا د دې هېواد حکومت ملامته کړی چې دغه پروګرام يې په صحيح توګه و نه شو چلولی.

ورځپاڼې د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې د يوه چارواکي جانباز اپريدي خبره راخيستې چې ويلي يې دي، د دوئ په کارکوونکو کېدونکي بريدونه خواشينونکي دي او ښايي د پوليو ضد کمپاين پر مخ کې يو غټ خنډ ثابت شي.

بلې خوا ته د امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په يوه مقاله کې راغلي، که څه هم طالبان د افغان ځواکونو له ليکو څخه پر بهرنيو ځواکونو کېدونکي بریدونه د دغه هېواد د جګړې د يوې مهمې ستراتيژۍ په توګه يادوي، خو د ا مريکايي پوځ لخوا خپاره کړل شوي ارقام ښيي چې دغه پېښې امکان لري چې د افغان او بهرنيو سرتېرو د خپل منځي اختلافاتو په نتيجه کې مخې ته راغلې وي.

ورځپاڼه د امريکايي چارواکو په حواله وايي چې د دغه رقم پېښو د مخنيوي لپاره يې په روزنيز او امنيتي چارو توجه زياته کړې ده.

د ورځپاڼې په ليکنه، د سږ کال د اکتوبر د مياشتې پورې د ناټو د وژل شويو سرتېرو په سلو کې يوويشت هغه يې د افغان ځواکونو له لوري وژل شوي، چې دا شمېر له ۲۰۰۷ م کال راهيسې، چې پر بهرنيو ځواکونو دغه رقم بريدونه کېدل پيل شوي، د بل هر کال په پرتله تر ټولو زيات دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG