بازمحمد عابد، مشال راډيو
جلال اباد:ـ د ننګرهار د فلمي صنعت ډاريکټر، پروډيوسر او لوبغاړي ظاهر ارماني چې د تير اتوار په ورځ نا پيژاندو کسانو په جلال اباد ښارکې له خپله کوره تښتولی و، د سه شنبې يا نهې په ورځ يې مړی د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د لسمې ويالې په سيمه کې وموندل شو.
د ننګرهار د افغان فلم مدير محمد شاه مجروح په پيښه انديښنه څرګندوي، وايي چې په ډيره ګرانه سينيمايي لوبغاړي پيدا کوي او په ډيره اسانه يې له لاسه ورکوي:
« ظاهر ارماني د ننګرهار د فلم يو ډيره تکړه، لوبغاړی، ډاريکټر او ښه کيمره مين و. په پنځلس شپاړس فلمونو کې يې هم کردار لوبولی دی او هم يې ډاريکټري کړې ده. موږ کوشش کوو چې د سينيما برخه کې لوبغاړي پيدا کړو. موږ غواړو چې ځوانان د سينيما هنر ته تشويق کړو، خو دغسې حادثې چې منځته راشي، نو موږ ته ډير تشويش پيدا کوي.»
د ظاهر ارماني مړينې د ننګرهار د فلمي صنعت ګڼ شمير ستوري د وير په ټغر کينولي.
د احمد ضيا عابر په نوم د تياتر او سينيما يو تن لوبغاړی وايي، چې د ظاهر ارماني د ډاريکټرۍ لاندې يې په څو ډرامو او فلمونو کې کار کړی، په وژلو يې خواشينی شوی او د ده مړينه د فلمي صنعت ضايع ګڼي او انديښنه ورسره پيدا شوی چې دا به چا وژلي وي؟ ولې به يې وژلي وي؟ او زياتوي چې خپله هم ويريدلی دی.
د بشير ساپی په نوم يو تن چې په اصلاحي ډارامو کې مثبت کردار لوبوي، د ظاهر ارماني په وژل کيدو خواشيني ښکاره کوي وايي چې ډير پرې خپه دی ځکه چې ارواښاد يې تن او وجود و.
د امام جان مجبور کې د تياتر او سينيما لوبغاړی دی د ظاهر ارماني په وژل کيدو خواشينی دی. وايي چې د ارماني مړينه د ننګرهار د ځوانو سينيماګرانو لپاره لويه ضايع ده.
د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ريس اورنګ صميم د ظاهر ارماني مړينه په سينميايي ډګر کې نه جبرانيدونکي ضايع وبلله.
« د ظاهر ارماني شهرت اوس د سيمې پورې محدود نه و بلکې افغانستان شموله شوی و. که چيرې ورسره ژوند وفا کړې وه نو له دوی څخه به يو ډير سينيمايي شخصيت او اتل وتی و.»
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي وايي چې د ظاهر ارماني د تښتولو خبره يې کورنۍ له امنيتي ادارو سره نه وه شريکه کړې. په کار ده چې کورنۍ يې اوس هم د پيښې ټول جزيات له امنيتي ادارو سره شريک کړي، چې عاملين يې پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
ظاهر ارماني د لغمان ولايت سره يې تعلق لرلو. له تيرو څو کلونو راهيسې په ننګرهار کې ميشت و. د تيرو اووه کلونو راهيسې د ننګرهار په سينيمايي ډګر کې يوه ځلېدلې څېره وه. تر پنځلسو پورې فلمونو ډاريکتر پاتی شوی چې زوی د افغانستان او شير د افغانستان په نومونو فلمونو يې ډير شهرت موندلی دی. چې د شير د افغانستان فلم ته يې کيسه هم ليکلې ده.
د ارواښاد ظاهر ارماني کورنۍ وايي چې له چا سره يې دښمني نه لرله او د پيښه پړه هم چا په غاړه اخيستې نه ده.