د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر رسالپور چاوڼۍ د لاسي بمونو برید ۱۱ تنه ژوبل کړل


دا د پاکستان په وزیرآباد کې یو پوځي چاوڼۍ ده
دا د پاکستان په وزیرآباد کې یو پوځي چاوڼۍ ده





سرکاري چارواکي وايي، په دې پيښه کې، چې د رسالپور پوځي اکاډمۍ په وره کې وشوه لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپيان دي.

له پيښوره دمشال راډيو خبريال خبر راکوي، چې دا حمله د پيښور ختیځ لور د نوښار ضلعې (ولسوالۍ) په اړوندو کې د یوه پوځي مرکز مخې ته شوې.

نوښار د پيښور ختیځ لور ته په ۳۷کلومیټرۍ کې پرته ضلعه ده، چې د پوځ ګڼ مهم مرکزونه په کې موقعیت لري.

د نوښار یوه سرکاري چارواکي مشال راډيو ته وویل، چې یوشمیر ځوانانو په پوځ کې د شاملیدو لپاره دغه مرکز ته خپل اسناد سپارل، چې دوو تنو موټر سایکل سپرو پرې د لاسي بمونو حمله وکړه.

برید کوونکي په تيښته بريالي شول او تر اوسه چا د هغې مسوولیت نه دی منلی، خو ګومان کیږي، چې تندلاري وسله وال به په کې لاس ولري.

له دې وړاندې تیره ورځ د خیبر اجنسۍ به جمرود یا جم بازار کې پر ولسي خلکو یوه موټر بم چاودنه وشوه چې په ترڅ کې ۲۱ تنه ووژل شول او تر ۶۰ ډير ټپیان ول.

همداراز په روانه اونۍ کې د پيښور پر باچاخان هوايي ډګر راکټي او ډله ییز وسله وال برید هم وشو چې د لسو بریدګرو په ګډون دولس تنه پکې ووژل شول.د پيښور امنيتي چارواکيو پر باچا خان هوايي ډګر د یوه وژل شوي بریدګر هغه انځورونه خپاره کړل چې پر شا يې خالکوبي ( ټيټو) کړې وه.

پولیسو وویل ،چې د برید پر دویمه ورځ وژل شوي پنځه واړه د القاعده ډلې ازبک وسله وال ول.

په شمالي وزیرستان کې دا مهال یو زیات شمیر ازبک وسله وال نظامي مرکزونه لري، چې له دې وړاندې يې د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې د بنو پر زندان برید کې هم مهم رول درلود.

په خیبر پښتونخوا کې چاودنې او پر نظامي مرکزونو وسله وال بریدونه په داسې حال کې یوارې بیا پيل شوي، چې صوبايي او مرکزي حکومت ددغو ډلو د زور ماتولو ادعاوې کوي.

افغان او امريکايي چارواکو په کراتو له پاکستانه غوښتي چې په شمالي وزیرستان کې دې ددغو ډلو پرضد پوځي عملیات وکړي، خو پاکستان لا هم دې کار ته زړه نه ښه کوي.

د پيښور پر هوايي ډګر تر برید وروسته د نوښار په پوځي سیمه کې دغې حملې د امنيتي او استخباراتي ادارو پر رول او فعالیتونو شکونه زیات کړي دي.

ډیری د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې دغسې حساسو سیمو ته په اسانۍ سره د وسله والو رسیدل او خپل اهداف په نښه کول په دې معنی دي چې دغه ادارې یو مخ په خپلو پلانونو کې پاتې راغلي او کیدی شي وسله والې سخت دریځې ډلې تر دې هم خطرناک بریدونه وکړي.

مجیب الرحمن انګار

XS
SM
MD
LG