د خیبر ايجنسۍ د جمرود په لوی بازار کې یوې درنې چاودنې د وروستیو مالوماتو له مخې خوا او شا ۱۶ تنه وژلي او ۴۰ نور یې ژوبل کړي دي.
د مشال خبریال فرهاد شینواری وايي، چاودنه په جمرود کې د ګاډو په يوه اډه کې شوې او یو شمېر کسان د اور له لګېدو سوځول شوي دي.
چارواکي وايي، چې پيښه کې د وژل شوو کسانو شمير ښايي زیات شي.
د سترګو لیدلی وايي چې په چاودنه کې ګڼو ګاډو ته هم اورلګېدلی.
د چاودنې وژل شوي کسان نژدې روغتونو او پېښور ته وړل شوي.