د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمودخان سلیمان خېل:پاکستان دې مهم طالبان خوشې کړي



مشال راډیو


د افغان پارليمان یو غړي محمود خان سلیمان خېل دمشال راډیو همکار رياض موسا خېل سره د افغاني طالب بندیانو د خوشې کیدو په اړه خبرې کړي دي. نوموړی وايي ، د پاکستان لخوا د خوشې کړی شویو طالبانو په اړه ددوی نظر دادی چې دا د ټیتې کچې خلک دي او ددوی پرېښودل دومره زیات ارزښټ نه لري. دی زیاتوي :

(( دا رنګ خو په زرګونو طالبان افغان جېلونو کې هم بند دي نو کوم طالبان چې پاکستان خوشې کړيدي نه ښکاري چې دوی به دامن پروسه کې څه خاص کردار ولري ، پاکستان له پکاردي هغه طالبان خوشې کړي چې افغانستان یې خوشې کیدل غواړي. ))

دمشال خبریال دښاغلي سلیمان خېل نه بله پوښتنه دا وکړه چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره راشه درشه ته دوی څنګه ګوري، نو دوی په ځواب کې وویل :

(( چې تر څو په دې خبرو اترو عمل دارمد نه وي شوی تر هغې د دې خواږه اولس ته نه رسي او دا هر څه به عبث وي. باید چې د اعتماد سازۍ لپاره اقدامات وکړی شي او په يو بل بدګمانۍ ختمې شي. ))

نوموړي د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل، دچین په څیر د نړۍ ډیرو هیوادونو په افغانستان کې د سولې او قرارۍ په لړ کې اقدامات پیل کړي، د هرچا خپلې ګټې دي او دهغو ګټو په رڼا کې دوی د افغانستان سره لاس امداد کوي، خو دوی نه شي ویلي چې چین په کوم اساس میدان ته دانګلي دي.

د ډېورنډ دکرښې په اړه ده زياته کړه چې دا د پاکستان او افغانستان تر منځه لانجه ده، نه خو دې کې د امرېکې د خبرې څه اهميت شته اونه هم د پاکستان دريځ دمنلو وړ دی ځکه چې پاکستان خو پخپله دې کې فريق دی، بلکه دا معامله به د دواړو خواوو د اولسونو په خوښه هوارولی شي.

XS
SM
MD
LG