د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برید نه پس پېښور هوايي ډګر بیا پرانیستل شو


Pakistan -- Peshawar airport, 29Jan2012
Pakistan -- Peshawar airport, 29Jan2012


د پيښور په پاوکې سيمه کې پوليسو نن د اتوار په ورځ د عملياتو په ترڅ کې پينځه وسلوال وژلي دي. د پيښور د پوليسو مشر امتياز الطاف د عملياتو وروسته خبريالانو ته وويل:

((پنيځه واړه ترهګر وژل شوی دي. دا هم هغه کسان وو چې بيګا شپه يې په هوايي ډګر بريد کړي و ، ټوله شپه د دې کسانو پرضد عمليات روان وو. دا کسان په درنو وسلو سمبال وو، دوی سره لاسي بمونه او ځان مرګي واسکټونه وو، دا سيمه اوس پاکه کړی شوې ده. دوی له بڼې نه بهرنيان معلومیږي ، کيدای شي ازبک وي او يا مقامی وي، خو لا تر دې دمه څه نشو ويلي.))

تېره شپه د پيښور پر باچاخان نړیوال هوايي ډګر حمله کې د پنځه وسله والو په ګډون لس کسان وژل شوي دي او شپږ څلويښت ژوبل شوي دي. د مشال راډيو د خبريال د خبرله مخې بيګا ماسخوتن په هوايي ډګر لومړی راکټي او بيا ورپسې سمدستي وسله وال بريد وشو. تحريک طالبان پاکستان د پيښې پړه پرغاړه اخستې ده.

د پيښور هوايي ډګر چې په دې وروستیو کې د باچا خان په نوم نومول شوی د ښار په حساسه پوځي سیمه کې موقعیت لري.

بل پلو پوځي مقاماتو ویلي، چې په برید کې هوايي ډګر ته زیان نه دی اوښتی او یوازې د شاوخوا سیمو ملکي خلک په نښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG