د افغانستان جمهوري ریاست په انقره کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې د درې اړخیزې غونډې نتیجې ګټورې بولي.
د جمهوري ریاست چارواکي وایي، داسې هیله مندي موجوده ده چې د انقرې له سرمشریزې وروسته به پاکستان له افغانستان سره کړې ژمنې عملي کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سیامک هیروي مشال راډیو ته وویل، چې د ترکیې په درې اړخیزه غونډه کې ترکیې او پاکستان یوځل بیا له افغان سولې بهیر سره کلک ملاتړ څرګند کړ.
ښاغلي هیروي وایي، د پاکستان له خوا د نویو او پخوانیو ژمنو عملي کیدو ته ځکه هیله مند دي، چې له دې غونډې د مخه په پاکستان کې د نهو تنو طالب بندیانو خوشې کیدو د پاکستان د ریښتینولۍ په اړه نوې هیلې وزیږولې:
"په مجموع کی دا غونډه په یوه مهم وخت کی ترسره شوه، ډیرې هیلې موجودې دي چې پاکستان په خپلو نویو او پخوانیو ژمنو عمل وکړي.
دا هیله مندي هم شته چې د افغانستان او پاکستان اړیکې او همکارۍ نورې هم پياوړې شي، په دې غونډه کې ښې ژمنې شوي چې د افغانستان خلک یې د سولې د ټینګښت او پخلاینې په اړه ډیر هیله من کړي دي."
د افغانستان، پاکستان او ترکیې اوومه سرمشریزه غونډه د چهارشنبې په ورځ په انقره کې ترسره شوه او د غونډې په پاې کې د درې واړه هېوادونو ولسمشرانو په یوه خبري کانفرانس کې دغه غونډه ګټوره وبلله.
د ولسمشر ویاند زیاته کړه، چې حامد کرزي د ملي امنیت پر ريیس اسدالله خالد د شوې حملې اسناد او شواهد هم خپل پاکستاني سیال ته وسپارل او یوې ګډې کاري ډلې ته دنده وسپارل شوه، چې دا پیښه وڅیړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستان ولسمشر هم د غونډې په پای کې پراسدالله خالد د شوې ځان وژونکې حملې د څیړلو ژمنه وکړه.
د جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې بیا د ولسمشر کرزي له خولې ویل شوي چې په دې غونډه کې د سولې د بهیر په اړه ځینې پرمختګونه شوي، خو څرګنده شوې نه ده چې دا پرمختګونه څه دي؟
خو یوشمیر افغان کارپوهان بیا په دې غونډه کې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د شویو ژمنو عملي کیدو ته د شک په سترګه ګوري.
د ولسي جرګې پخواني غړي او سیاسي کتونکي داود سلطانزوی مشال راډيو ته وویل چې د پاکستان د ولسمشر او نورو ملکي چارواکو ژمنې یوازې شعاري بڼه لري او عملي کول یی د دوی تر وس پورته دي:
"عملي لاسته راوړڼې دادي چې پاکستان ووایي ، موږ نور طالبان نه روزو، ترویزم افغانستان ته نه صادروو، د هغوی مرکزونه باید وتړل شي او ځانمرګي بریدونه ودروي."
د پاکستان ولسمشر په دې غونډه کې ترویزم د افغانستان او پاکستان ګډ د ښمن وباله او ویې ویل چې هیواد به یې ددې پدیدې د له منځه وړلو په برخه کې پوره ونډه واخلي.
د افغانستان،پاکستان اوترکیې د درې اړخیزې غونډې په پای کې یوه ګده اعلامیه هم خپره شوه چې په کې، د درې اړخیزو اړیکو په پياوړتیا او د پوځي او اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار شوی دی.
راپور: اسدالله لودین کابل